دیني ټولنیزې ورځنۍ پښې له وردګ وېب پاڼې نه ولولۍ.

پوهندوی اسماعیل یون منصور ته ښه ځوابونه ورکړل


د شمالي ټلوالې متعصب او فاشيست غړی حفیظ منصور تل د اريانا او عبدالله پلوه نورو تلويزيونونو په پرده راښکاره کېږي او هر چا ته چې زړه غواړي کنځاوې او بدرد وايي. بیګاه شپه د اریانا تلویزون د ټاکنو په اړه د مباحثاتو په پروګرام کې د نومړي څوم ځل دی چې راښکاره کېږي. په مقابل کې ورسره پوهندوی اسماعیل یون ناست وو. و دا لومړی ځل و چې اريآنا د یون په شانې یو کس هم راووست چې د منصور د نامنصوره خبرو ځوابونه یې ورکړل او د لومړي ځل لپاره د نظار د بدنامې شورا دغه بدنام غړي د تېښتې لاره لټوله.

څو ورځې مخکې د همدې تلویزیون په یو پروګرام کې حفیظ منصور او ارسلا جمال میلمانه و. متاسفانه چې د حفیظ د ډېرو چټياتو ځوابونه ارسلا جمال ورنکړل او ليدونکو دا احساسول چې د ولسمشر کرزي شاوخوا یواځې یو څو مصلحتي کسان راتاو شوي دي او د سختې په وخت کې ترې حتی لفظي دفاع هم نه کوي.

حفیظ د کوربه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "چې د کرزي په درغلیو موږ نړیوال قانع کړي او ټوله دنیا پرې خبره ده چې درغلي يي کړي باید د عبدالله عبدالله غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي".

یون په ځواب کې وویل: "چې افغانستان د عبدالله ډله د یو ناورین او په بهران په لور بیايي او همدا نړیوال به بیا هم دوی قانع کړي چې کرزي درغلي کړي، عبدالله عبدالله د کمپاین پیسې نلري او ځانته د ګوریښت( تیښته) لاره ګوري، د لومړي پړاو په ټاکنو چې عبدالله کومې پيسې راټولې کړي وي ځواب يي نشي ویلای او اوس هغه خلک نورې پیسې نه ورکوي او هسې پلمې لټوي، د دوی نیوکو او د ټاکنو د باطلو څخه موخه دا وه چې ایئتلافې حکومت به جوړ کړي او دوی به مزې کوي خو هغه ورسره څوک نه مني".

حفیظ منصور په هره جمله کې ویل: "چې حامد کرزي درغلي کړي او باید محاکمه شي"، او په دې يي اصرار کولو "چې د افغانستان د ۲۹٪ مردم رايي عبدالله عبدالله اخستي دي".

اسماعیل یون ورته په ځواب کې وویل "چې تاسو د حامد کرزي درغلي یادوۍ خو د عبدالله عبدالله ۳ لکه رايي نه یادوۍ چې د ټاکنو د خپلواک او شکایاتو کمیسون د درغلۍ په نوم بیلې ایښې دي". د حفیظ څخه اسماعیل یون وپوښتل "چې دا څنګه کیدای شي چې دا ۲۹٪ مردم چې عبدالله عبدالله ته يي رایه ورکړې مردم افغانستان دي، خو ۴۹٪ مردم چې حامد کرزي ته يي رایه ورکړي مردم افغانستان نه دي" ؟.

حفیظ وویل: "کچېرته کرزای غواړي شفافې ټاکنې وشي، نو باید د ډاکټر عبدالله غوښتنې ومنې او د ټاکنو په وخت کې یاد شوي وزیران او نور چارواکې له دندو ګوښه کړای شي". منصور دا هم وویل " کچیرته دا غوښتنې ونه منل شي او ټاکنې وشي نو تاسو به يي نتیجه وګورۍ".

اسماعیل یون ورته روښانه کړه " د هیواد اساسي قانون کوم کاندید ته دا واک نه ورکوي چې په وزیرانو نیوکې وکړي او له وظیفو څخه يي ګوښه کړي، که غواړۍ چې ټاکنې شفافه وشي باید د نظام څخه د جمعیت، نظار شورا او حزب ګوندونو پورې ټول تړلي خلک ګوښه کړای شي، که حامد کرزي دا خبره وکړه دوی به بیا د شمال او جنوب خبره کوي او په هیواد کې بیا د ۱۹۹۲ز په په جګړو لاس پورې کړي".

حفیظ وویل "چې حامد کرزی دوز(غل) دی او باید محاکمه شي."

یون د منصور د دې خبرې په ځواب کې وویل چې " د هر انسان ظرفیت د هغې له خبرو معلومیږي، او د چا چې کومې سندرې ډېرې خوښې وي د همغې فرمایش ډیر ورکوي او په خوله يي همیشه زمزمه کوي(یعنې د درغلیو خبره دوی ډیره کوي او دې کې شک نشته چې عبدالله عبدالله درغلي کړي او بیا يي هم کوي)".

اسماعیل یون مهمې موضوع ته اشاره وکړه" چې په حامد کرزي خلک نیوکه کوي چې ټول امتیازات يي د جمعیت او نظار شورا ته ورکړي، همدا لامل دې چې دوی د دولتي چوکیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او قانون نه پلی کیږي، او لوړه يي وکړه کچېرته حامد کرزی بیا ګټونکی شو همدا جمعیت او د نظار شوره به وي چې ډېر امتیازات به ورکوي".


+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/29ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 


پوهندوی اسماعیل یون منصور ته ښه ځوابونه ورکړل


د شمالي ټلوالې متعصب او فاشيست غړی حفیظ منصور تل د اريانا او عبدالله پلوه نورو تلويزيونونو په پرده راښکاره کېږي او هر چا ته چې زړه غواړي کنځاوې او بدرد وايي. بیګاه شپه د اریانا تلویزون د ټاکنو په اړه د مباحثاتو په پروګرام کې د نومړي څوم ځل دی چې راښکاره کېږي. په مقابل کې ورسره پوهندوی اسماعیل یون ناست وو. و دا لومړی ځل و چې اريآنا د یون په شانې یو کس هم راووست چې د منصور د نامنصوره خبرو ځوابونه یې ورکړل او د لومړي ځل لپاره د نظار د بدنامې شورا دغه بدنام غړي د تېښتې لاره لټوله.

څو ورځې مخکې د همدې تلویزیون په یو پروګرام کې حفیظ منصور او ارسلا جمال میلمانه و. متاسفانه چې د حفیظ د ډېرو چټياتو ځوابونه ارسلا جمال ورنکړل او ليدونکو دا احساسول چې د ولسمشر کرزي شاوخوا یواځې یو څو مصلحتي کسان راتاو شوي دي او د سختې په وخت کې ترې حتی لفظي دفاع هم نه کوي.

حفیظ د کوربه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "چې د کرزي په درغلیو موږ نړیوال قانع کړي او ټوله دنیا پرې خبره ده چې درغلي يي کړي باید د عبدالله عبدالله غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي".

یون په ځواب کې وویل: "چې افغانستان د عبدالله ډله د یو ناورین او په بهران په لور بیايي او همدا نړیوال به بیا هم دوی قانع کړي چې کرزي درغلي کړي، عبدالله عبدالله د کمپاین پیسې نلري او ځانته د ګوریښت( تیښته) لاره ګوري، د لومړي پړاو په ټاکنو چې عبدالله کومې پيسې راټولې کړي وي ځواب يي نشي ویلای او اوس هغه خلک نورې پیسې نه ورکوي او هسې پلمې لټوي، د دوی نیوکو او د ټاکنو د باطلو څخه موخه دا وه چې ایئتلافې حکومت به جوړ کړي او دوی به مزې کوي خو هغه ورسره څوک نه مني".

حفیظ منصور په هره جمله کې ویل: "چې حامد کرزي درغلي کړي او باید محاکمه شي"، او په دې يي اصرار کولو "چې د افغانستان د ۲۹٪ مردم رايي عبدالله عبدالله اخستي دي".

اسماعیل یون ورته په ځواب کې وویل "چې تاسو د حامد کرزي درغلي یادوۍ خو د عبدالله عبدالله ۳ لکه رايي نه یادوۍ چې د ټاکنو د خپلواک او شکایاتو کمیسون د درغلۍ په نوم بیلې ایښې دي". د حفیظ څخه اسماعیل یون وپوښتل "چې دا څنګه کیدای شي چې دا ۲۹٪ مردم چې عبدالله عبدالله ته يي رایه ورکړې مردم افغانستان دي، خو ۴۹٪ مردم چې حامد کرزي ته يي رایه ورکړي مردم افغانستان نه دي" ؟.

حفیظ وویل: "کچېرته کرزای غواړي شفافې ټاکنې وشي، نو باید د ډاکټر عبدالله غوښتنې ومنې او د ټاکنو په وخت کې یاد شوي وزیران او نور چارواکې له دندو ګوښه کړای شي". منصور دا هم وویل " کچیرته دا غوښتنې ونه منل شي او ټاکنې وشي نو تاسو به يي نتیجه وګورۍ".

اسماعیل یون ورته روښانه کړه " د هیواد اساسي قانون کوم کاندید ته دا واک نه ورکوي چې په وزیرانو نیوکې وکړي او له وظیفو څخه يي ګوښه کړي، که غواړۍ چې ټاکنې شفافه وشي باید د نظام څخه د جمعیت، نظار شورا او حزب ګوندونو پورې ټول تړلي خلک ګوښه کړای شي، که حامد کرزي دا خبره وکړه دوی به بیا د شمال او جنوب خبره کوي او په هیواد کې بیا د ۱۹۹۲ز په په جګړو لاس پورې کړي".

حفیظ وویل "چې حامد کرزی دوز(غل) دی او باید محاکمه شي."

یون د منصور د دې خبرې په ځواب کې وویل چې " د هر انسان ظرفیت د هغې له خبرو معلومیږي، او د چا چې کومې سندرې ډېرې خوښې وي د همغې فرمایش ډیر ورکوي او په خوله يي همیشه زمزمه کوي(یعنې د درغلیو خبره دوی ډیره کوي او دې کې شک نشته چې عبدالله عبدالله درغلي کړي او بیا يي هم کوي)".

اسماعیل یون مهمې موضوع ته اشاره وکړه" چې په حامد کرزي خلک نیوکه کوي چې ټول امتیازات يي د جمعیت او نظار شورا ته ورکړي، همدا لامل دې چې دوی د دولتي چوکیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او قانون نه پلی کیږي، او لوړه يي وکړه کچېرته حامد کرزی بیا ګټونکی شو همدا جمعیت او د نظار شوره به وي چې ډېر امتیازات به ورکوي".


+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/29ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/29ساعت 9 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

 د نړۍ د نامتو کسانو د زوکړې مياشتې

 

 
د وري (حمل) د مياشتې مشهور زېږېدلي کسان:


بيسمارک د المان صدراعظم ، نيکيتاخروشچوف(د روسيې پخوانى لومړى وزير) ،  زلمى خليلزاد (په ملګرو ملتو کې د بوش دحکومت استازى چې البته اوس له دندې لرې کړاى شوى) ، بني صدر(د ايران پخوانى ولسمشر) ، چارلي چاپلين(انګرېز هنرمند) ، مارلون براندو(امريکايي هنرمند) ، ونسان ونګوک(هالنډى انځورګر) ، تنسي ويليامز(امريکايي ليکوال). 


د غويي (ثور) د مياشتې نامتو زېږېدلي کسان:


هري ترومن(امريکايي ولسمشر) ، يوهان برامس(المانى سندرجوړونکى) ، انوره دو بالزاک(فرانسوى ليکوال) ، اندي (ايرانى سندر غاړى) ، زيګموند فرويد(اتريشى ارواپوه) ، هټلر(المانى ديکتاتور) ، ولاديميرناباکف(روسى ليکوال) ، سالوادور ډالي(اسپانوى انځورگر) ، کاترين(روسۍ ملکه) ، البورکرامول(دانګلستان انقلابي رهبر) ، نانسي عجزم(لبنانۍ سندرغاړې) ، دويمه ملکه اليزابت(د انگلستان ملکه) ، هنري فوندا(امريکايي هنرمند) ، ګري کوپر(امريکايي هنرمند). 


دغبرګولي(جوزا)دمياشتې نامتو زېږېدلي کسان:


احمدظاهر (د افغانستان نامتو سندرغاړى) ، شرين عبادي(د نوبل د سولې د جايزې گټونکې) ، جان اف کيندي(د امريکا پخوانى ولسمشر) ، فرانسوا ساګان(فرانسوۍ ليکواله) ، مريلين مونرو(امريکايي هنرمند) ، پول ګوګن(فرانسوى انځورګر) ، والت ويتمن(امريکايي شاعر) ،  محسن مخلباف(ايرانۍ کارګردانه). 


د چنګاښ (سرطان) د مياشتې نامتو زېږېدلي کسان:                                       


شهيد محمد داوود خان (د افغانستان  لومړنى ولسمشر) ، ولاديمير پوتين(د روسيې پخوانى ولسمشر) ، بېنظيربوټو (د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره) ، ارنست همينګوى(امريکايي ليکوال)ژان کوکتو(فرانسوى ليکوال) ، هلن کلر(امريکايي ليکواله) ، اتم هنري (د فرانسې پاچا)، لويي ارمسترانګ(امريکايي جاز موسيقي غږونکى) ، اينګماربرګمن(سويډنى ليکوال اوکارګردان) ، رامبراند(هالنډى انځورگر) ، جينالولويريجيدا(ايتالوى هنرمند) ، راکفلر(امريکايي سرمايه دار) ، ژوليس سزار(د روم سردار) ، مارک شاګال(روسى انځورګر) ، ان ليندبرګ(امريکايي ليکوال). 


د زمري(اسد) په  مياشت کې نامتو زېږېدلي کسان:


الفرد هېچکاک(انگريز کارګردان) ، موسيليني(ايټالوى ديکتاتور) ، کارل ګوستاويونګ(سويسى ارواپوه) ، جورج والترسکاټ(سکاټلنډى ليکوال) ، جان ګالزورثي(امريکايي ليکوال) ، الدوس هاکسلي( امريکايي ليکوال) ، فيډل کاسټرو( د کيوبا انقلابي رهبر) ، ناپليون بوناپارت( دفرانسې پادشاه) ، دورتي پارکر(انګرېزليکوال) ، لوسيل بال(امريکايي کميډين). 
 


د وږي (سنبلې)د مياشتې نامتو زېږېدلي کسان:


ملکه اليزابت لومړۍ(د انګلستان ملکه) ، خميني (دايران پخوانى لارښود) احمدشاه مسعود(د افغانستان يوجنګي قوماندان)،دميتري ميدودوف(د روسيې اوسنۍ ولسمشر) ،ګويته(المانى شاعر) ، جوزف کندي(امريکايي سياست مدار) ، هنري فورد(د موټرجوړولو د کارځاى مشر) ، سوفيا لورن( ايټالوۍ هنرمنده) ، ويليام هوارد تافت(د امريکا پخوانى ولسمشر) ، ډي ايچ لارنس(انګليسي داستان ليکونکى) ، تيودررايزر(امريکايي ليکوال) ، ليوناردبرنشتاين(امريکايي سندرجوړونکى)، اينګريدبرګمن(سويډنى هنرمند) ، پيترسلرز(انګرېزهنرمند) ، اکبرهاشمي رفسنجاني(د ايران پخوانى ولسمشر) . 


د تلې (مېزان) په مياشت کې زېږېدلي نامتو کسان:


د ملت بابا محمد ظاهرشاه(د افغانستان پخوانى پاچا) ، بل کلنټن( د امريکا پخوانى ولسمشر)نېچه(المانى ليکوال) ، کريس ديبرګ(ايرلنډى سندرغاړى) ، تامس ولف(امريکايي ليکوال) ، جيمي کارتر(د امريکا پخوانى ولسمشر) ، مهاتما ګاندي(د هند ملي رهبر) ، لويي فيلپ (د فرانسې پاچا) ، فرانتيس ليست(مجارى سندرجوړونکى) ، جي بي راين(امريکايي ارواپوه) ، ايزنهاور(د امريکا ولسمشر) ، ويليم فاکتر(امريکايي ليکوال) ، مارچلو ماستروياني(ايټالوى هنرمند) ، بريژيت باردو(امريکايي هنرمند) ، سروالتروالي(انگليسي شاعر) ، جورج سي سکاټ(امريکايي هنرمند) ، ګراهام ګرين(انګريزليکوال). 


د لړم (عقرب) په مياشت کې زېږېدلي نامتو کسان:


اكاډيميسن پوهاند رشاد د ١٩٢١ م كال د نومبر پر ١٤ ( د ١٣٠٠ ل كال دلړم د مياشيتي پر درويشتمه نېټه )،انجينرګلبدين حکمتيار(د افغانستان پخوانى صدراعظم) ، علامه محمداقبال( د اردو ژبې تکړه شاعر) ، فرانسوا ميتران(د فرانسې پخوانى ولسمشر) ، پابلو پيکاسو(اسپانوى انځورگر)، اندراګاندي( دهند ملي رهبر) ، ماري انتوانت(د فرانسې ملکه) ، مارتين لوتر(المانى کشيش او د پروتستان مذهب بنسټ اېښودونکى) ، ريچارد برتون(انګرېزهنرمند) ، شارل د وګل(فرانسوى جنرال) ، چيانګ کاى چک(د چين رهبر) ، تيودور روزولټ( د امريکا پخوانى ولسمشر) ، جواهر  لال نهرو( د هند ملي رهبر) ، جورج اليوټ (انگرېزليکوال) ، ماري ګوري(فرانسوى پوه) ، فرانسوا ميتران( دفرانسې پخوانى ولسمشر) ، سالک(امريکايي مايکروبيالوژيست). 


د لېندۍ(قوس) د مياشتې نامتو زېږېدلي کسان:


بتهوون(المانى سندرجوړونکى) ، مارک تواين (امريکايي ليکوال) ، علي شريعتي(ايرانى پوه) ، ديارلسم پاپ  ژان  پل (د نړۍ د کاتوليکانو رهبر) ، وينسټن چرچل(انګرېزلومړى وزير) ، والت ديستي(امريکايي کارتوني فلم جوړونکى) ، فرانک سيناترا(امريکايي هنرمند) ، جان ازيرن (انگرېزليکوال). 


د جدي(مرغومي) په  مياشت کې نامتو زېږېدلي کسان:


حامد کرزى ( دافغانستان ولسمشر) ، جبران خليل جبران( لبنانى شاعراو متفکر) ، ژاندراک(فرانسوۍ انقلابي ښځه) ، رودياردکيپلينګ(انګرېزليکوال) ، لويى پاستور(فرانسوى کيميا پوه) ، ادګار الن پو(امريکايي ليکوال ) ، البرت شوايترز(فرانسوى ډاکټر او فيلسوف) ، کارل سند برګ(امريکايي شاعر) ، يوهان کپلر(المانى ستورپېژاند) ، بنجامين فرانکلين(امريکايي ليکوال او سياستمدار) ، مائوتسه تونګ(د چين انقلابي لارښود) ، ايزاک نيوتن(انګرېزپوه) ، ريچاردنيکسون(د امريکا پخوانى ولسمشر) ، مارتن لوترکينګ (د امريکاد تورپوټکو لارښود) ، اواګاردنر(امريکايي هنرمند)او همفري(بوګارت). 


د سلواغې(دلوې) د مياشتې نامتو زېږېدلي کسان:


دميتري مندلف(روسى کيميا پوه) ، صادق هدايت(ايرانى ليکوال) ، اديسون(امريکايي مخترع) ، دويم ملک عبدالله (د اردن پاچا) ، سامرست موام(انګرېز ليکوال) ، ابراهام لينکن،او رونالد ريګن(د امريکا پخواني ولسمشران) ، ګاليله(ايټالوى پوه) ، فرانسس بيکن (انګرېز فيلسوف) ، کيم نواک او جيمز دين (امريکايي هنرمندان) ، صادق هدايت (ايرانى ليکوال) ، پرلمان(امريکايي ليکوال) ، لنګستن هيوز(امريکايي ليکوال) ، چارلز ديکنز(انګرېز ليکوال). 


د کب (حوت) په مياشت کې زېږېدلي نامتو کسان:


ميخائيل ګورپاچوف (د شوروي اخرنى ولسمشر) ،  ويکتور هوګو(فرانسوى ليکوال) ، اليزابت تيلور(امريکايي هنرمند) ، ميکل انژ(ايټالوى انځورګر) ، جورج واشنگټن(د امريکا لومړنى ولسمشر ) ، ليلافروهر( ايرانۍ سندرغاړې) ، اوګوست رنوار(فرانسوى انځورگر) ، ادوارد البي(امريکايي نندارليکونکى) ، ريمسکې کرساکف(روسى سندرجوړونکى) ، پروين اعتصامي(ايرانۍ شاعره) ، فردريک شوپن(فرانسوى سندرجوړونکى


لیکوال نادري
+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/29ساعت 9 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

ګزارش تصویری از عاشوراء در کابل - افغانستان
+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/29ساعت 9 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

په ميدان وردګو ولايت کې دواده دوداودستور

په لويه كې له دې ليكنې څخه منظورپه ميدان وردګوولايت او په ځانګړې توګه دپښتنوپه سيموكې دځوانو هلكانواوپيغلودواده اوله واده وروسته دكړو وړو او دود دستورباندې خبرې كول دي خوبياهم اړينه مې وګڼله چې څوخبرې خپله ددغه ولايت په هكله هم ولرو.که څه هم دميدان وردګوولايت په هکله لکه څرنګه چې ښايي مورخينوډېرڅه نه دي ليکلي اوکه يې ليکلي نوهغه هم کافي اوبسيانه دي خويوه خبره مالومه ده اوهغه داچې دميدان وردګوولايت اوسېدونکي په غيرت،مېړانه،سخااومېلمه پالنه کې ښه شهرت لري اوپه دين اومذهب معتقداوکلک ولاړخلک دي.

ترآريايي دورې راوروسته دميدان وردګ ولايت اړونده سيمه دبېلابېلومورخينو اوزايرينوله خواپه مختلفونومونويادې شوي چې په دې دوره کې يې دخلکوځانګړوکړنو- مشخصې وياړنې دځان کړېدي.

په ديدي اواوستايي متونونوکې ديورګيتا uorgita يادونه شوې،کومه چې اوس دميدان وردګوولايت په حدودوکې راځي دهمدغه اثرپه حواله دهخامنشيانواوترهغوي راوروسته دباختري يونان په دوره کې هم دميدان وردګ ولايت دشااوخواسيمې دستاکېديا stakidia  په نوم يادې شوېدي.

په کوشاني دوره کې ددغه ولايت دکوټه اشرودسيمې يادونه شوې چې دکاروانونودتګ راتګ دپاره ښه تم ځاى بلل شوى،خوپه اسلامي دوره کې يې بيادورېښمينودلارې په واسطه هنددبلخ سره نښلولى دى (١) دحيات افغاني دليکوال ډيپټي محمدحيات خان په حواله دميدان وردګ ولايت داوسېدونکواصلي استوګنځاي دسلېمان دغرونولړۍ دبرمل دغره دشاوخوالمنې دي چې له هغه ځايه دورګوټوله قبيله (کرلاټي) خوره وره شوې اوپه اوسني ميدان کې مېشته شوېده.

داسې هم ويل کېږي څرنګه چې داوسني ميدان اوسېدونکي په پخواوختونوکې هم ډېرغيرتي اوجنګيالي خلک وواودغزنوي سلطان محمودسره يې په ټولوسوبوکې فعاله ونډه لرله اوزياتې تورې يې وهلې،ځکه نودنوموړې سلطان له خواد(ميدان) هواره سيمه دسکونت دپاره ددوي په واک کې ورکړل شوه ترڅوداړتياپه وخت کې دوي په يوه مرکزکې په آسانۍ سره پيدااوراټول کړاى شي.

دحيات افغاني ليکوال دخواجه نعمت الله هروى دفخرن افغاني په حواله ليکې دهغې سيمې په باب چې اوس دوردګوپه لاس کې ده،دومره بايدوويل شي چې لوديځ ته يې هزاره جات غرونه پراته اوپاتې دريوخواووته يې دغلجيوسيمه موقېعت لري.

ددې قبيلې سيمه دوادي په بڼه شمالاً اوجنوباً اوږده پرته ده چې ختيځ اولوديځ دواړوخواوته يې غرونه موقېعت لري.دختيځ غره ختيځ ته يې لوګراوخروارپراته دي اولوديځ غريې په هزاره جاتوپورې تړلي دى. ددغې سيمې دسهيل جنوب نه يوسين چې سهواً دغزني دسين په نامه يادېږي پيل کېږي اوډېرې ځمکې خړوبوي اوشمالي خواوې يې دلوګردسين په واسطه اوبه کېږي.تنګى،شېخ آباد،شنيز،خوات،سياو(سه آب ياسه او) ،زمانخېل،اوجغتوددوى دملک مشهورځايونه دي.

دوردګودقبيلې يوزيات شمېرکورنۍ همدااوس هم دراولپېنډۍ دضلعې دچهچه په سيمه کې اوسېږي اوپه تېره بيادنټوسيمه له دوى نه ډکه اوهلته دځمکوخاوندان دي.(٣) خواکثرويي خپله ژبه له لاسه ورکړېده.

دوردګ قبيلې خلک ځانونه سيدان بولي چې دهغې ډلې نه سترياني هم ورته ويل کېږي،ګڼده پو(ترى)،مشواڼى،وردګ اودهنى دخپل نسب شجره دسيدمحمدګېسودرازګڼده کوي،څوک چې په يوولسم نسب حضرت امام حسين (رح) ته رسېږي.

وايي دشيراني دژوندپه دوره کې دغه سيمه دشېخ (سيدمحمدګيسودراز)دخپل اصلي ټاټوبي نه دسليمان غره ته راغلي اودپښتنوسره يوځاي شو.دهغه دکراماتوپه سبب ووچې کرړاني (کرلاڼي)،شيراني اوکاکړپه ده باندې اعتمادپيداکړ،اوکله چې اميرتېمورګورګاني په دې سيمه يرغل کاوه نومريدانويې دغه شېخ ته عرض وکړچې اې شېخه صباداچې ددښمن په لاس کې کېوزو!خواجه څه خاورې راواخيتسې،درې ځله يې قل هوالله ولوستله اودلښکرپه لوري وروشيندلې،دخداى(ج) په امردتېمورلښکرټول ړوندشوخوکله چې لښکربېرته شاته شونوسترګويې بيابينايي وموندله (لوي استادارواښادپوهاندعلامه رشاد) دغه خواجه دتاريخ مرصع په حواله حضرت خواجه يحيى کبربختياربللى دى.(٤) چې همداوجه ده چې دکاکړو،شېرانو اوکرلانودقبيلو سردارانو خپلې پېغلې لوڼې ده ته په شرعي نکاح ورکړې چې دهغوي نه څلورزامن وزېږېدل. دشيراني دلورنه سترياني(ستورياني يااوستراني)،دکاکړودلورنه مشواڼي اودکرلاڼي دلورنه دوه زامن وزېږېدل چې دردګ اودهنى نومېدل .سترياني ته بياخداى(ج) ښځه اولاده ورپه برخه کړل چې يويې دهغوڅخه همرنومېده اواوسنۍ (ميدان) په اواره سيمه کې مېشت شو،له دې سلسلې داسې مالومېږي چي (همر) دوردګ وراره دى اوددوي اولادونه په خپلوکې سره تربرونه دي،څوک چې همدااوس دميدان وردګوپه ولايت کې استوګنه لري.

په هرترتيب تردې وروسته نوموړي سيددهندوستان په لوروخوځېداوخپلې مېرمنې يې داولادونوسره دخپلوپلرونو په کورکې پرېښودې چې بيادهمدغوزامنوپه واسطه دپښتنوسره دښېښۍ له وجې ديادوشوو قومونودسادات توب مسله رامنځ ته شوه.

دسلطان پېروزشاه بهمنى دواکمنۍ په وخت کې سيدمحمدګېسودرازدډېلي نه دکن ته لاړاوپه حسن آبادسيمه کې يې ګلبرګه ته نږدې خانقاه جوړه کړه اوپکې دېره شوچې تراوسه يې هم مقبره هلته دخاصواوعاموزيارتګاه ده.(٥)

کله چې احمدشاه بهمنى ددکن پرتخت کېناست (٨٢٥ سپوږميز) نوڅرنګه چې دسيدمحمدګېسودرازخاص مريداو معتقدوو، ډېرکلي اوبانډې يې دهغه دخانقاه دپاره وقف کړل اوتراوسه هم دسيدمحمدګېسودرازاولاده ده،چې په دکن کې په لږې شمېرې سره شته دى.

دميدان وردګ اوسنۍ ولايت شمال خواته دپروان،دشمال غرب خوادباميان ،دجنوب غرب خوادغزني،جنوب شرق له خوادلوګراودختيځ له خوادکابل سره ګډه پوله لري.

مساحت يې  ٩،٠٢٣ کليومتره مربع اونفوس يې د١٣٧٩ هـ ش کال دسرشمېرنې له مخې څلورلکه نهه ويشت زره څلورسوه دوه ويشت ته (٤٢٩٤٢٢) حساب شوي،چې داسرشمېرنه ډېره نيمګړې اودباوروړنده ښايي ددغه ولايت داوسيدونکوشمېرديادې شوې احصايي پرسرپروت دى،خوتعميراتي برخې ته يې چندان پاملرنه شوې نه ده.ددغه ولايت ولسوالۍ عبارت دي له : جلرېز،نرخ،دبهسودولومړي برخه، دبهسودومرکز، دايميرداد، چک، سيدآباداو جغتودي.(٦)

هوايي سړه اودغزني خصوصيات لري اودپغمان ،چک اوسيدآباددغرونولړۍ ددغه ولايت غرنۍ سيمې تشکيلوي اودتوپ دښته يې يوه پراخه اوارته سيمه بلل کېږي.

دميدان ، جلګې،چک،خاوات اوکجاوسيندونه ددغه ولايت په خړوبولوکې زيات اثرلري اوغنم،اوربشې، جوار، وريجې،پټاټې،ګازرې،مڼې،زردالويې مهم پيداواردي اوداوبوچينې اودمرمردډبرو،اوسپې اوبيرايتو کانو نه پکې پرېمانه دي.

دودونه (رواجونه) :

 دډېرونوروولايتونوپه څېرپه دغه ولايت كې هم دودونه او كليوال رواجونه له هماغه پخواڅخه په ولس کې پاتې شوي اودولس خلکوديومنل شوي شي په توګه ورڅخه کاراخيستى دی . دغه دودونه دپېړيواوږدوکې له يونسل څخه بل ته پاتې شوي اوتر نن پورې دپښتني سيموپه بېلابېلوبرخوکې په هغو دودونو له مخې ترسره کوي.

ځينې دودونه اوس خپل اهميت دلاسه ورکولوله امله دمنځه تللي دي اوځينې لاتراوسه هماغسې پاتې اوپه خلکو کې دمنلووړدي .

خپلې خبرې به بياهم په همدې ولايت كې دنرخ ولسوالۍ چې په لويه كې يې ټول وګړي پښتانه دي ځانګړې كړم،او همدادواده كولوپه مراسموبه يې رواخلو.

له دودونوڅخه دبشري ټو لنودټولنيزواړيکو روحي اوکلتوري خصوصياتواوکړو وړو په سپړنه اوڅېړنه کې ډېره په زړه پورې استفاده کيدای شي . همدغه دودونه دي چې دبشر پوهانولپاره ديوې ټولنې دخلکو په څېړنه اوهر اړخيزه پوهېدنه کې ډېرګټوراوله ارزښته ډك بريښي .

دپښتني کلتورددغې خوندورې برخې ټولولوته زموږ ټولنې دکلتوري خصايصو دځانګړتياوودپوهېدنې په منظورهره ساحه کې ډېره اړتيا ليدل کيږي . که څه هم ددغه دودونودټولولولپاره له څه مودې راپه ديخواکار پېل شوى.

دپښتنو په سيموکې دواده دود ډيرلږتوپيرسره سرته رسيږي،خواوس په کې ډېرډېرتوپيرونه رامنځ ته شوي دي داچې هر ولايت يا ولسوالۍ خلک دهرځای دخلکو سره استوګنه اختيارکړې دهماغه خلکو دود او دستور ورباندې تاثير کړی دی. دبېلګې په توګه زموږ په کلي کې داسې يو متل دى (چېرته اوسې په خوي به دهغوسې).

دڅه دپاسه درې لسيزو جنګونو پايله ده چې هرڅوک په هر ځای کې مهاجر شول اوخپل کلي يې پريښودل اوبهر ملکونو ته ولاړل اوډېرخلک يې درپه درکړل . نودايوه طبعي خبره ده چې ټولنيزمحيط ياټولنه په وګړيوباندې مخامخ اغېزه اوتاثيرلري که هر څومره ځان ترې وساتي نوامکان نه لري دلته به راشو هغه خپل دود اودستوروته چې څومره په زړه پورې اوله خوښيو ډک اوڅومره به ديوې پښتنې پېغلې اويه ځلمي دعزت اوابروساتنه په کې ليدل کېده،څومره درنې اوښکلې جامې يې برابرولې،پاكه پاكي به وه اودچاکره به پېغله نجلۍ وه نوډېرو خلکو به ورته سترګه اوښتله او ويل به يې چې خواړه به يې څومره خواږه وي،څومره به دپلاني دکورپخلی خوندور وي اوڅنګه به يې کورپاک وي،چې يوه لنډې هم په دې هكله ښځو داسې راغلې ده :

چې پېغله لوري په کاله وي

دهغه کورسوی جواری خوندور وينه

اوس مهال چې په كومه كورنۍ كې كوم هلك ته كوزده كوي نودهلك موراوهلك ته نږدې نورلكه مشره خور ورېندارديوې ښې نجلۍ په لټه کې کيږي نوکله چې نجلۍ وليده چې باحيا،پرده ناکه اوقدرمنه ده،نودهغې په باره کې خپل ځوي ته وايي اوځوي په هغه كې خامخا غلى پاتې كېږي نوبيادهلک موراوياهم هماغه نږدې خپلوان دهغې پېغلې کورته ورځي اودمورسره يې خبرې کوي اوپه همدې شان څوځلې ښځې ورځي ، نوبياد نجلۍ مور دغه خبره دنجلۍ پلارته كوي په همدې كې دنجلۍ پلارمور او نور خپلوان په دې فكر كوي اوكله چې يې خوښه راغله نوبيادهو - او كه يې خوښه رانه غله نوبياداسې نه ورته وايي چې زه مې لورياهمدانجلۍ يې چې هرڅه وشي هغه نه دركوم بلكې ورته وايي چې زمالور وړه ده ياهم كومه بله بانه ورته كوي اوكه يې خوښه وي نوبيادهلک مورته وايي چې سباپه دغه وخت به سړي راوليږۍ . نودهلک پلارياترونه ياڅوتنه دکلي مشران دنجلۍ کورته ورځي اوهغوي دخواورته يوڅه دخوړلو له پاره تياريږي اوهغه خواړه چې وخوړل بياورته خبره يادوي اودکلي مشران ورباندې دوعاکوي .

په دې كې دنجلۍ ورور يادتره ځوي ورته ريښکۍ  دستمال راوړي اودهلک دپلارمخې ته يې ږدي اوخلک ورته مبارکي ورکوي . نو کله چې دستمال جيګ کړي، نوبياهمدادهلك پلاريايې كوم بل مشرددستمال په ځای يوڅه روپۍ ږدي . دريښکۍ يادستمال دجوړېدوډول به داسې وه چې ديوه دستمال په كونجونوكې به يونيم دپيسولوټ ګنډول شوي ؤ،نور ځينې لونګ او نور شيان به هم پرې ګنډلي وه،په دې ډول چې په يوه كنج كې به يې شنه ګياه ګنډله اوداپه دې ماناوه چې شنه شي يعنې دزامنومورشي،په بل کونج کې يې پچې ورګنډلې چې داپه دې ماناچې مالداره شي اوپه بل کونج کې وريژې چې وړينه شي . په بل کونج کې مالګه چې يو تربله اونمک شي يعنې که دچا دکور مالګه وخوري نودهغه کور سره به بد نه کوي.

اوهمداشان دريښکې دستمال په منځ کې يوه افغانۍ دسپينو زرو پورې ګنډله اوپه منځ کې يوقنديوه آينه  اتر،سابون اودغه رازتاق درې يا پنځه هګۍ ايښودلې .

نوکله چې دهلک والا دستمال ويو بيابه دکلي هلکان راتلل اودټوپک ډزې به يې کولې ښځوبه ورته مبارکي ويله او هغو هلکانو چې ډزې به يې کولې هغوي ته به يې دادستمال دګډولولپاره وركول كېده اودغه رازبه دسندروپه ويلو سره بدرګه كېده .

دامعمول همدااوس هم همداسې دى چې څو ورځې وروسته بياهم دنجلۍ كور ته دهلک پلار يا بل مشر به دنجلۍ كورته ورځې او دنجلۍ له مشرانوسره دکوزدې يالوي دستمال په هکله غږيږي..

له خبرو او دنېټې له مالومولووروسته دكوزدې بنداوبست كېږي اوپه كوزده كې هم دهلك لورى دنجلۍ كورته خوړه وروړي اودنجلۍ کورله خوانه دغوخلکوته دستمالونه ورکوي دنجلې په کورکې خپل  خپلوان اوهلک په کورکې هم خپل خپلوان راغونډېږي اوكوزده په ښه سازاوسندروسره پيل كوي،کله چې ډوډې وخوړل شي بيادهلک دکورنۍ ته لوي دستمال وركوي چې دابياددري ژبيو په اصطلاح شيريني خوري هم ګڼله كېږي .

ډېرځله په دغومراسموكې ايجاب اوقبول په يوه واړه مجلس كې ترسره كېږي .

په همدې مراسموكې ددستمال په منځ کې وچې مېوې سره ګډه وي،تازه مېوه،لاسي روغانې ياکلچه پکې ږدي . چې داپنډيومن،نيم من وي .اودپاسه يوه ښايسته تيکه اچوي چې په هغه تيکې باندې خالونه ،مرې،پېسې، چاکليت ، زونډي پرې ګنډي .اوډېر ښايسته يې جوړوي .اودادستمال دهلک پلارمخې ته ږدي اوبيا هم ټول خلک ورته مبارکي ورکوي. ښځې ورباندې نڅاګانې کوي نورې ښځې ورته مبارکۍ ته راځي .

بله ورځ به هلک اودهغه کوروالا يعنې مور اوخور دهلک سره يو ځای دنجلۍ کورته ورتلل .اوهلته به يې خواښې يعنې دنجلۍ مورته ټيکرى اچولو. ټيکرى اچول يعنې يوڅه پېسېبه يې په ددسترخوان اچولې . اودخواښې دخوابه ورته دستمال به ورکول كېده، کله به چې هلک کورته راتلونودماشونودهلک بوټ پټول اوڅوبه يې ورته پېسې ورنکړې بوټ به يې نهورکول. البته دښځوپه ويناماشومانوبه داکارکاوه .

کله چې دواده مسله منځ ته شي هلک پلار بيا ورځي اوبيا دنجلۍ پلار ورباندې خوړه اودکور لوښي ږدي بيا دوي نجلۍ ته ختې جوړه وروړي او کوم شيان چې پلار ورباندې ايښي   هغه هم اخلي اودنجلۍ کورته يې وروړي اوددې په څنګ دولور په هکله هم غږيږي يوڅه پېسې چې په خپل زړه په كوزده کې اچوي هغه دهلک پلار له خوا وي. اوس مهال ډېرځله دنجلۍ پلار نورې پېسې هم غواړي چې دېرځله بياداخبره دکلي مشران فيصله کوي.

بيادناوې مورياخوردناوې دجاموپه ګڼډلوباندې شروع کوي اوڅوتنه ښې ښځې دښه شګوم له پاره راټولوي اودنجلې کالي ورباندې ګنډي اوله دې نه وروسته دهلک کوروالاسټه يادواده خوړه وروړي هغوي بياورته کرداري دستمالونه ورکوي اوپه سبا شپه يې خلک راخبروي اونکريزو شپه پېل کيږي .

مخ پټول:

کله چې ديوې نجلې كوزده وشي نوهغه به دهلک دخپل اوخپلوانوکه نارينه وي اوکه ښځينه مخ پټوي،کله چې دهلک خپلوانې راشي نجلۍ نه ورسره ستړي مشي کوي اونه ورسره کيني . ځينې چې ځان ترې پټوي کله چې واده وشونوهغه به دځینو محدودو کسانو څخه مخ پټوي دبېلګې په ډول دخپلې خواښۍ نه خسرنه لېوره نه ماما خسر،مشر تره نه تربورنه اوداسې نورونه عين تر مرګه پورې مخ پټوي،خوخواښې نه ترهغه وخته پټوي ترڅو چې داده څوماشومانومورنه وي شوې،دغه رازبه دپلارګنۍ له خوادخپل پلار،مشر ورورمخ پټوي چې دابه پخوازمانه کې يوه خاصه حياوه چې ناوې به درلوده اوبل داچې په ډېره اساني يې خپل پلار او ورور په حېث مخه نه ورکوله خوپه اوس وختونوكې دغه دود له منځه تللى دی اوڅوک مخ نه پټوي اوزياتره اوس ددري ژبو دودکوي،ځان سينګاروي اودټولوپر مخ دخپل کوزدن والاسره درېږي اويوتربله ګوتې په لاس کوي.

په پخواوختونوكې يومعمول وه اوله سپين ږيرونه به ويل كېده چې كله چې سړى په يوه ورځ درې ناوې ګانې وويني نوپه همغه ورځ چې هرڅه سوال وكړي خداي يې قبلوي منظور داوه چې ناوې ګانې په هره مانايوډول خاصه حيا،سنګينې اوعاجزې وي .

ولور: 
په نرخ ولسوالۍ کې د واده دود په درې ډوله دی : يوپه پېسو بل په بدل او بل په بدوکې .

الف :  ــ په پېسوكې : دغه دودله ډېرې پخواڅخه رواج دی اودپېسواندازه مالومه نه وي چې څومره وي ؟

داڅه دزمانې په تېريدواودپېسودارزښت سره سم فرق کوي چې دښځې دولورپه برخه کې اوس اکثرو خلکو له پخوانيو نرخونو څخه سترګې پټې کړي يوازې د دواړو خواوو په جوړيدلو پورې اړه لري چې په هر څومره سره جوړ شول .

د ولور دغه دود ډېر ملا ماتو ونکی او درد ناک دی ، دنجلې مور اوپلار د دې پر ځای چې دخپلې لور ژوند په نظر کې ونيسي په پېسو پسې ګر ځي اومقابل لورې يې داړتيا له مخې ورکوي . که په اینده کې يې ژوند هرڅنګه وي په دې پسې نه ګرځي مقصد يې دښځۍ کول دي .

ب : ــ په بدل كې: ځينې خلک چې په کورکې پېغله لورلري نو هغه دخپل زوي لپاره په بدل کې ورکوي دبدل بل وران کاردادی چې په هررقم چې دهغې بلګرى ژوندکوي نوهغه بله هم په همغه رقم ژوندکوي که دهغه په لور ظلم کوي نودابله نجلې چې هر څومره ښه خوي ولري هغه هم بايد دظالمانو دظلمه خلاص نه وي که يوه نجلۍ باندې بله ښځه وکړه نو دابله نجلۍ مکلف دی چې خپل دوهم زوي ته دوهم وکړي نو ورورودغه دوستي دهغو په نفرت هم كله ناكله بدلېږي .

ج : ــ په بدوکې ورکول : په ټولوپښتنوکې ډېرخراب دود دى .خصوصآ دنرخ په ولسوالۍ کې که کوم زوي خون وکړي يا چاسره جنګ وکړي اويا په کوم بلې نجلۍ مين شونوخپله لورياخور په بدوکې ورکوي که دهغې ژوند خراب وي او که ښه حتی تر هغې چې دکور،نوکرۍ په شان خدمت کوي خو خپل پلار او وروردهغه نه پوښتنه نه کوي او نه نور دلور په سترګه ورته ګوري اويوبل رواج هم شته چې هغه داسې دی که کوم سړی دبل سړي سره ښه وکړي يعنې په يو جنګ کې دهغه طرفداري وکړي هغه سړي ته لونګۍ ورکوي دلونګۍ ورکول يعنې هغه ته خپله لور ديو سوغات په توګه ورکوي که لور يې وړه وي او که غټه نو هغه ورکوي که سړی زوړ وي اوکه ځوان.

خلک خو وايي دوزخ سخت دی

دميراث کورنه به سخت نه وي دوزخونه

کردار :

پخوازمانه کې چابه چې لوردرلوده هغه به چې دڅوارلسوياپنځلسوکلونوشوه نوموربه يې هغې ته دلاس ګنډل ورزده کول .

چې پيغلې به ددېوالونولپاره پردې، دستمالونه، سربكسي،او داسې ډېر نور څيزونه ګنډول او هغه به ريښتيني زينتي شيان هم ول .

شين طوطي كومه زه يم كوتره بغدادي

بل څوك نه كومه چې مرګ مې يې په چنوارو

نکريزو شپه :

دواده يو هم په زړه پورې شپه ده اوپه زياتو پښتنو سيمو کې په ډېر لږ توپير سره سرته رسيږي په دې شپه کې نجلې ډېره خپه وي اوخپلو همزولو په منځ کې نازړې جامې يې اغستې وي اوداشپه دپلار په کور کې اخري شپه ګڼي نوبيا ورته دهلک دکور له خوانکريزې راوړل کيږي جنې اوپېغلې راغونډيږي او هره پېغله ورته يوه ګوته نکريزې ږي اوهلک ته خپل همزولې نکريزي ږدي اوبياورته پېغلې سندرې وايي .

شپه ده دنکريزوجنکۍ تمبې وهينه

خلک دهرخوانه په واده راغلي دينه

* * * 
نن په دې نکريزو کې د دوه مينو زړونه دي

زړونو کې ټوکيدلې سره ګلونه دي

اوبيا ځينې ښځې غواړي چې ناوې اودناوې مور وزړوي نودوي داسې سندرې وايي :

دسحرسترګه راوخته لايکه  ده

پلانې به ځای کې لاس وهي چې لورورکه ده

* * *  
ژاړه ناوې ژاړه په ژړاکې شرم نشته دی

دادې پلارکوردى هلته دې څوک نشته دى

* * * 
زموږناوې غوټ زړګې ده کوږته نه ژاړي

دادې لېوره وهل چې وخوري بيابه ښه ژاړي

همدا شان ټول بيت تکراروي خو يوازې دنوم په ځای بل نوم اخلي .

ناوې جوړول:

داهم يو خاص دودلري څنګه چې دمخه وويل دنجلۍ پيکى دوريزوپه سروي نوچې واده شي دواده په ورځ چې ناوې جوړوي دهغې پيکى وربيلوي. چې دا‌‌ډيره سخته ورته تماميږي اوناوې ژاړي دښځوپه منځ کې ناسته وي او مخ ته ېې دستمال نيولى وي.

كاكل په توره نه ماتېږي

چې وخت يې راشي سلايي يې بېلوينه

او نورويښتان ېې ګډوډېږي او زړې ښځې ورته سندرې واېي کله چې داپياشه ورته بيلوي يا جوړه د يو هلک چې ده يا ۴کلو وي هغه راولي او دناوې پيکى ورته بيلوي چې هغه ماشوم ته يوه سوچه سلاح ورکوي اوپه بسم الله د نجلۍ پياشه ببلوي چې هلک يادناوې ورورياوراره ياماما زوي وي .

دوه دوه تاره اخلي سر ورو ورو بيلويه

په نخرونخرو يې بيلو يه

نوکله چې ناوې سينګار کړي نوپخوابه داسې دود وو چې ناوې به تياره شوه نوښځې به ورته راټولې شولې اوداسې سندرې به يې ويلې :

ست دناوې کجاوې برولاړې برولاړې

اوس به روانيږې ناوې اوس

* * *

ته دې دورورنه رخصت واخله ناوې

وروستی ديدن دې ناوې ورو

اوس راروانيږي ناوې اوس

* * *

ته دې دپلار نه رخصت واخله ناوې

اوس راروانيږي ناوې اوس

نو په همدې ډول دکورنۍ دټولوغړيونومونه اخلي اوسندرو کې يې يادوي اوکله چې وار راشي نو دنجلۍ کور والا يومشر ورباندې بوره اوبه ورشيندي. ښځې خپل مراسم په ځای کوي اوسړي خپل مراسم ښځې کورته رادننه شي خو سړي هم کورته رادننه کړي ښځې دنجلۍ له خوا داسې سندرې وايي:

زموږزومه اوس راننوزه دننه

زموږ دناوې جارشې اوس يې قدګورې که ونه

دهلک له خوابيا داسې ځواب ورکوي :

موږداسې زوم راوړې لکه ګل ګل په بالبزه کې

لکه ګل ګل په بالبزه کې

بيادنجلې له خوا داسې وايي :

ناوې لکه چندړ ودروې ناوې لکه چندړ ودروې

دالېوريې لکه سېرلى ترې تاووي

په همدې ډول دهلک ټوله کورنۍ يادوي البته نمونه يې په سندروکې يادوي :

اودهلک له خوابياداسې ځواب ورکوي :

زموږ دناوې شونډې غونډې منډې دي

ارمان مې دپلاني دا ډېرې منډې دي

دوی او خپل خپلوان چې په دې واده کې زيارونه ګاللي هم يادوي .

چې همداسندرې بعضې په ډېروسختوجنګو هم تماميږي اوخبرې عين تر ټوپکه رسيږي اودسړيوجنګ هم پرې ختلى شي . خو ځينې ودونوکې بيابده نه ګڼي اوپه خندايې تېروي.

نکاح:

دناوې دراوړلو نه مخکې کله چې ډوډۍ وخوړل شوه نکاح دتړلو دودپرځای کيږي البته دواده په ورځ ملا يا امام يا څوتنه دکلي سپين ږيري چې په يوه کوټه کې ناست وي اوډوډۍوخوړله بيادوعا کوي چې اوس به نکاح تړو اوڅوتنه سړي چې دناوې خپل اويودهلک خپل دښځو منځ ته ورځي اودناوې څخه دنکاح پلارپوښتنه کوي چې دنکاح پلار دې څوک نيسې ناوې غلې ناسته وي ته به فكر كوې چې دابه ديوال وي هيڅ خبرې نه کوي اودايو دود دی چې شاهدان راغلي دابه درې ځلې ځي اوبيا به راځي اوپه هرځل کې به دنجلۍ دهمزولوله خواچې شاهد خبرنه وي يوڅه ورپسې غوټه کوي که سړي خبرشي نوخلاص به يې کړي اوکه نه عين دسړيوکوټې پورې ورننوځي اوپېغلې اوماشومان ورپورې خنداګانې کوي اوپس ددرې ځلي يې دنکاح پلارورته ښيې او ټول ورته مباركي وايي ،کله چې هغه شاهدان بېرته دسړيومجلس ته راشي نو ملاترې پوښتنه كوي چې :

دکوم ځای راغلې ؟

شاهدان وايي : دښارعدالت نه

ملاصاحب ورته وايي : څه موراوړل ؟

شاهدان وايي : شرعي وکالت

بياملاصاحب وايي : دچاپه نامه ؟

نو په همدې وروستۍ پوښتنه كې شاهدان دنكاح دپلارنوم ورته اخلي چې پلانى دى.

اوبيانودنکاح رسمي مراسم پېل کيږي،ملاصاحب دواده خطبه وايي اوبيانودنکاح پلارته مخ راړوي اوورته وايي :

پلانۍ دپلاني لورچې په دې نامه اونسب بله لورنه لري تاپلاني دپلاني زوي چې په دې نوم او نسب بل ځوي نه لري په شرعي نکاح ورکړې و،وردې کړه ؟

دنكاح پلاروايي : هوماپلانۍ دپلاني زوی ته وكالتاًورکړې وه،ورمې کړه .

داسوال اوځواب درې ځله تکرار شي بيا نوملاصاحب زوم ته مخ را اړوي او ورته وايي (ډېرځله زوم هم وكيل ټاكي او ډېرځله يې پلار وكالت كوي) تاپلانۍ دپلاني لور چې په دې نامه اونسب بله لورنه لري په شرعي نکاح قبوله کړې وه،قبوله دې کړه .

اوهغه په ځواب کې وايي :

هوماوكالتاً په شرعي نكاح قبوله کړې وه قبوله مې ده .

دپورته په ډول داهم درې ځلي تكرارېږي او په دې سره دنجلۍ لپاره مهرهم ټاكل كېږي او په همدې مجلس كې دملااونوروكډون والوپه دعااودشريني په وېشلوسره دنكاح تړلوخاتمه پيداكوي.

ناوۍ يې له داشنوونوراتېره كړه

داپلانى يې په پيسوكه لور يې هېره كړه

يوڅه بل چې ترې يادونه اړينه ګڼم داده چې په همدغه وخت كې ملاپه يوه ګېلاس كې اوبه په خپله ويل شوې خطبه اودعايي سره دم كوي او دااوبه بيايوڅه څښې اوڅه نورې دناوې په كور كې ترډېره وخته پورې وي او هغوته دنكاح اوبه وايي .

دواده درېيمه :

په نرخ ولسوالۍ كې دواده ددرېيمې يوخاص دود او دستوروي اودادود دډېرپخوا زمانې نه راپاتې ده .کله چې ناوې واده ش. نوهغه تر درې ورځودخسر دکور ډوډۍ نه خوري اوخپل خپلوان يعنې مور، خور، ترور ډوډۍ ورته ورلېږي اوتر درې ورځو چې دناوې کوټې ته څوک ورننوځي البته دخسرګنې نوې ناوې مجبوره ده چې دهغه احترام له پاره ودريږي اومخ يې پټوي اودرې ورځې چې پوره شي نودناوې خپلوان دخپل لورکره ورځي اوپخکړي خواړه چې هغه ته منجومه وايي وروړي اوخپل دوستان هم ورته يوڅه وروړي او وروسته ډوډۍ خوړلونه ناوې باندې لاس منډونې کوي،يعنې دډېرودرنوجامونه يوڅه سپکې جامې اچوي اودکورپخلنځۍ ورته ښې اوله نغري څخه يې تاوه وي او وروسته له هغه نه لاس منډونې نه مطلب دادی چې په پنځو شيانو کې موټې کوي وريژې ،بوره ،غنم ،غوړي،مالګه اودکورنورې کوټې ورښې او وروسته دناوې پلارګنۍ رخصت اخلي اوخپل کورته ځي . ډېرځله په دغه وخت كې ناوې په ډېروچغو پسې ژړاګانې کوي .

دواده اوومه:

دواده په اوومه شپه دماښام دخوانه دناوې ورور اوکه ورور نه وي تره يا دتره ځوي ورځي اوخپله لورکورته بيايي چې دپلارکره دوه يادرې ورځې تېروي اوکله چې راځي دخسر دکورڅخه سرورهم راوړي سروريعنې روټني نه يې مطلب پخکړې غوښه اوپاستي دى، چې دناوې له خواهم راوړي چې دابيا دپلارياخسر تاوان پورې ده بعضې پسونه حلالوي بعضې دوه درې منه غوښه راوړي هم داشان ۳۰۰ يا۴۰۰ پاستي پخوي چې دابياهرکورته يوه پاستي اوپه منځ کې يوڅه غوښه تاووي او ورلېږي يې. اوبل داچې دناوې له پاره کالي هم کوي څنګه چې دغه دوديوڅه کم شوى اوزياتره خلک دغوښې په ځای تازه مېوه کلچې او وچه مېوه ناوې سره کوي.

دواده وروسته دجامواغوستل:

کله چې پېغله واده شي نوبيا مجبوره ده چې هر ډول دخاوند،خواښې،خسر زړه وي هماغه شان جامې جوړې کړي دهماغو خوي اوعادت باندې عمل وکړي نوکله چې واده شي لومړى داچې بياښه بېلو،ګيبي پرتوګ اغوندي لوي ګرد قميص اغوندي يا دګيبي پرتوګ پر ځای پيڅۍ اغوندي اوترډېره وخته پورې پټۍ ږدي .

له واده وروسته دښځې پای قدم :

کله چی نجلې واده شي اوناوې شي او دخسر کورته ولاړه شي اوهغه ټول مراسم پر ځای کړي او وروسته داوو ورځو نه چې دپلار کره لاړه شي اوسبا بېرته راشي نو دکور په کارونو باندې بېرته پېل کوي نو تر مرګه پورې .نو کله چې دې دخسرکره دوه درې مياشتې تېرې شي په دغه موده کې دواده والا کورته کوم ضرر پېښ شي نوهغه ناوې ددوي بدشګومه ګڼي يعنې دهغوکه دهغويوچارپايه حېوان هم مړشي،انسان لاڅه کړي نوهغوي داسې حکم کوي چې دناوې تندی دداغلو دی. تندې يې داغه وي چې کوم بله پېښه ونه شي نو هغو يوه سکه کلمه داره به يې ويله هغه به په کوم کوم کورکې وه هغه به يې ډېره په اور سره کړه او بيا به يې دناوې په تندي ياپښې ايښودله او پس له هغې به يې ددوي زړه خوشاله شو چې بدشګومې نور زموږ له کورڅخه لاړه .

همداشان كه كوم ښه كار وشي نوبياوايي چې ناوى قدم ښه دى او داښه شګوم ګڼي .

دناوې کور:

دلورپلارچې کوم شيان خپلې لور(ناوې) ته ورکوي نوهغه ټول دناوې دکورپه نامه ياديږي .دوي يوکوچنى ټغر،يوبوغ بندڅودانې بالښتان ،چې په رنګه تارويا استرج تاروباندېچکن شوي وي دکوټې له پاره پردې البته چې خپله ناوې په لاس ګنډلي وي او هدارنګه سربکسي اواسې نورشيان چې يوه نوي كور ته پكار وي .

څرنګه چې مومخکې يادونه وکړه چې پردې دکوتې له پاره . هغه پردې چې پخواوختوكې يې ديوالونوله پاسه بندولې (په كليوالوسيموكې اوس هم شته) چې په هغو کې به ډېر په زړه پورې ګلان،مرغۍ،مېوۍ لكه مڼه او داسې نورشيان ګنډل اوپرته له دغوشيانونه،کاسه،کوزه اوچلمچي به يې ورکوله اوله دې نه اضافه شيان چې کومې ناوې ته ورکړل نو هغه دهغېدپلارشتمنۍ سره اړه لرله .

او بل داچې زوم ته به يې هم کالي ،بوټان ، لونګۍ، دسمال ورکولونوکله به چې زوم دوراسره يوځای راغلو نو دڅوهلکانوسوه به دخواښې کورته ورننوتل او زوم به د خواښې له خوا وغوښتل شو او هغه ته به يو څه خواړه چې هغه خواړه به ماليده وه يا به هګۍ وې دغواپه زېړوغوړيوکې وركول كېدل. اودهغه نه وروسته زوم ته نوي کالي اغوستلكېدل چې خواښې به ورته كړي ول .

په جاموکې دپېغلې نښې اونښانې :

کله چې پېغله دپلارپه کور وي نو هغه ځانګړې جامې لري چې ترواده پورې هغه نه بدلوي او دا دود له ډېر پخوا زمانې نه په نرخ کې دودلري پېغلې تورپرتوګ چې هغه نه به پخوا زمانه کې وزيري پرتوګ وايه،او تور پړونى ګردقميص چې هر رنګ وي اودوريځو په سريې پېکۍ وي ترڅوچې واده نه وي نوخپل پېکۍ نه بېلوي اوبل داچې دکورکار به کوي . بهرله كوره به ډېره نه ځي دغه حالت په لنډيوكې هم راغلى دى .

چې پېغله لوريې په کاله وي

دهغه کور سوى جواری خوند راکوينه

* * *

په تناره ولاړې پېغلې

ډوډۍ دې نه خورم دديدن وږې دې يمه

* * *

اوربل په توره نه ورانېږي

چې وخت يې راشي سلايي يې ورانوينه

اوياهم خپله پېغله داسې وايي :

قربان قربان د دادا کوره

له ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه

* * *

چې پېغلتوب مې راپه ياد شي

که مې په غېږ کې شهزاده وي ودې مرينه

دزوى پېداکېدل :

كه به دچاپه کورکې يونوى ماشوم (هلک) پېداشو اوهغه په داسې حال کې چې نوموړى سړی به په خپل کورکې بل نارينه او لاد نه درلود، دتربوروله خوابه زيات په عذاب وه اويا به يې لورانې ډېرې وي اويابه يې اولينى زوى وه .نو نېږدې دوستان اوکليوال به ورته راتلل اودټوپکو ډزې به يې کولې او خپلوان او دوستان به يې مبارکۍ ته راتلل. ښځو ته به يېټکري ورکول او هلکانو به چې دټو پک ډزې کولې هغو ته به يې دسمالونه ورکول .

اويوخاص دود داوو چې شکرانې به يې ورکولې .ماشومانوباندې به يې پتاسې وېشلې،ختمونه به يې کول، خېراتو نه به يې کول او داسې نور .

دلورپېداکيدل:

ترکومه ځايه چې زه پرې پوهېږم دپښتنوپه ټولوسيموکې دا دوديوډول دى لکه چې دچاپه کورکې لور وشي نوډېرخپه وي اوخصوصآ زموږپه کلي کې داله ډېره پخوا زمانې دود راپاتې دی .

که دچازامن ډېروي اوکه لږ خولورنه خو ښوي عين تردې چې دلورمورته به يې ښه خواړه هم نه ورکول اوډېر ظلم به يې پرې کاوه .ماشوم ته به يې نوې جامې نه کولې دوادرمل به يې نه ورکول . او داسې نور.

زيرى کول :

زموږ په کلي کې داسې دود دی چې کله دچا په کور کې يوه خوښي راشي نو دهغه کور ماشومان خپل نږدې دوستانو ته زېرې وروړي اوهغوي په بدل کې ورته څه پېسې او داسې نور شيان وركوي .

اوزموږ په کلي کې داسې يو دود دی چې ماشوم به زېرې ورووړ اول به يې زېرې نه ويلو اوداسې به يې ويل :

زېرې مې درباندې څه راکوې ؟

نووروسته ديوڅه وخت نه چې ماشوم ته به يې يوڅه ومنل بيا به يې هغه د خوښې زېرې ورته وايه او هغه څه چې ورته منل شوي و هغه به يې ورکولو او کله چې قارغي به هم دچا کوردپاسه وچغېده نوښځوبه ورته ويل دنېکۍ زېرى دنېکۍ زېرى،اوكله هم داسې :

که دنېکۍ زېرى وي خوله کې دې ګوړه

که دبدوزېرى وي خوله کې دې تورې خاورې  
 

اخځونه:

1  -   پوهنوال رسول باوري،دوردګوولايت کې دلرغوني برم يوه بېلګه،وردګ جريده نهمه ګڼه ١٣٨٤ ،٥ مخ.

2    - محمدحيات خان،حيات افغاني،دويم ټوک،دسرحاونوچارووزارت، ٢٣٥مخ.

3   -   شرنګ انټرنټي وېبپاڼه.  www.shrang.com

4    - دسرمحقق سيدامين مجاهديادښتونه اوراټول کړاى شوي مالومات،دميدان ځوانان مجله دوهمه ګڼه ١٣٨٤ ،٥ مخ.

5   -  پوهاندغلام جيلاني عارض،جغرافيايې ولايات افغانستان،پېښور، ١٣٧٩، ٢٥ مخ.

 - خپل پخواني ياداشتونه او او ځينې يادونه.

+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/29ساعت 8 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

تا به په خپل انځور کښي څوک ځايوي __ دلته خو څوک داسي هنر نه لري

 

 

ټول انځورونه ستاسې په واک کې دي کولای شی چې پخپخلو لیکنوکې وکاروﺉ.

+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/29ساعت 8 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

د تنګۍ دره - ميدان وردګ - شمس - لراوبر
+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/29ساعت 8 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

غازي محمد جان خان
+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/29ساعت 8 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

 
ادامه مطلب
+ نوشته شده در  یکشنبه 1389/06/28ساعت 8 PM  توسط مطیع الله نادري.  | 

د وردګ ولايت د چک ولسوالي
ادامه مطلب
+ نوشته شده در  یکشنبه 1389/06/28ساعت 8 PM  توسط مطیع الله نادري.  | 

د وردګ ولايت د چک بند
ادامه مطلب
+ نوشته شده در  یکشنبه 1389/06/28ساعت 8 PM  توسط مطیع الله نادري.  | 

 
+ نوشته شده در  یکشنبه 1389/06/28ساعت 8 PM  توسط مطیع الله نادري.  | 

صالحه پښتون 15.09.2007 02:00

salihapashton@aim.com
دسپټمبر نهمه په افغانستان کې دشمالي ټلوالې ديوه قوماندان احمدشاه مسعود دمرګ له ورځې سره برابره
ده .مسعود چې له طالبانو څخه تښتېدلى او دتخار په خواجه بهاوالدين سيمه کې په ښکاره ددوو تنو عربانو له لوري ووژل شو چې په دې اړه دخپرو شويو ګونګوسو له مخې يې ځانونه خبريالان ښوولي و.

په افغانستان کې دغه ورځ دمسعود له امله دشهيدانو دورځې په نوم نومول شوې ده او په دې توګه هڅه شوې ده چې دمسعود هغه بدنوم او بدنامه څېره دخلکو په زړونو کې بدله کړي .

ددې تر څنګ په دې وروستيو وختونو کې يو شمېر داسې پرمختګونه وشول چې دا په رښتيا هم خبريالان و او دفلم اخيستنې کامره يې وربدله شوې وه او داسې يوه کامره ورته ورکړل شوې وه چې په هغې کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي و او دريموټ په مټ يې دچاودېدلو وړتيا درلوده .

کله چې خبريالان له هغه سره مرکې ته کينې نو له مسعود سره په څنګ کې دده ډېر نږدې همکار مسعود خليلي او فهيم دشتي هم حاضر و چې چادونه وشوه مسعود يې له دې نړۍ څخه هغې ته ولېږداوه او نور دوه يواځې ټپيان شول .

وروسته چې بيا کله مسعود خليلي وخت ناوخته له رسنيو سره خبرې کولې نو ډېر شکونه يې را وپارول دبېلګې په ډول ده تېرکال دمسعود دمرګ په اړه له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وويل چې دمسعود دوژنې په اړه ډېر رازون لاپټ پاتې دي .

په ښکاره خو ټول چيغي وهي چې مسعود په القاعده پسې تړليو دوو کسانو وواژه خو که خبره همداسې وي نو دمسعود خليلي دا خبره چې دمسعود دمرګ په اړه ډېر رازونه لا پټ پاتې دي څه مانا لري .
ايامسعود خليلي دده مرګ په اړه له القاعده سره کومه شريکه پروسه پرمخ بېولې او دکوم ګډمکانيزم له مخې يې دمسعود پر خوله مچان ور وبڼول .

او که خليلي په دې اړه له القاعده سره کومه پټه معامله نه وې کړې نوايا دا بيا ددې مانانه لري لکه څنګه چې خلک وايې مسعود د امريکا استخباراتي شبکې CIA له لوري دده دنږدې همکارانو لکه يونس قانوني ، قسيم فهيم او امرالله صالح په مټ ووژل شو چې اوس يې خليلي په ډاګه دويلو زړه نه لري او وايې چې رازون پټ پاتې دي .

همدغه ټکي ته دپيريانو جګړې په نوم کتاب ليکوال سټيون کول هم اشاره کوي او لږ تر لږه داسې استنباط کوي چې دمسعود په مرګ کې ده ته يوشمېر نږدې کړۍ او لاسونه ښکېل و .

په هر حال مسعود که هر چا وژلى وي خو دافغانستان داوس مهال تاريخ يوه ستره لاسي څېره ورڅخه وژغول شوه او له دې څخه هم دده دمرګ په اړه ديو شمېر پټو رازونو څرګندونه کېږي .

په هر ډول چې ده موږ دده دمرګ او ژوند له پېښو سره کار نه لرو خو دده له مرګه وروسته دده له نامه څخه ګټه اخيستنه او هغه ديوه اتل ؟!!!په توګه يادول او نمانځل يو څه دپام وړ دي .

شپږ کاله پوره شول چې دده له مرګه وروسته هر کال دمسعود دبنياد له لوري دده په اړه دمسعود پېژندنې په نوم سيمنارونه جوړېږي او دسيمې يو شمېر هغه کسان چې دمسعود له ژوند سره په يو ډول نه يو ډول تړاو لري راځي او دلته بيا لکنې لولې او مسعود تر پيغمبرانو ښه بولي .

يو ورځ مې دمسعود پېژندنې په اړه جوړ شوي سيمنار ته ليکل شوې يو دوه ليکنې لوستې نو دومره يې ستايلى و چې خبره په دې ولاړه وه چې ووايې يواځې وحيه پرې نه ده راغلې نور نو جوړ پيغمبر دى .

په زړه پورې خبره داده چې دغه سيمنارونه ټول دده ژوند داسې څېړي چې ګواکې په زور ورڅخه اتل جوړوي او په خلکو يې تپي .
دوه درې ورځې وړاندې يونس قانوني دده په اړه وينا کوله او ويې ويل چې احمدشاه بابا بزرګ هم ازتمام افغانستان است ........ موخه يې داوه چې ګواکې يو بل احمدشاه هم شته لکه ده چې بيا وروسته ورته اشاره وکړه چې هغه هم د ټول افغانستان دى .

خو قانوني دې په ياد لري چې ستراتل لوى احمدشاه بابا ته ددې سپکاوي له امله چې دولسي جرګې دمشر په توګه يو ډاکو، قاتل او دسقاو د زوى ځايناستى له يوه رښتيني اتل سره برابروي هېڅکله به يې هم ټولنه ونه بښي .

دوى هڅه کوي چې مسعود هم داسې يوڅوک وښيي چې ګواکې دټول ملت وياړ دى خو خبره اپوټه ده اوس داسې خلک به لږ وي چې دمسعود له لاسه ځورېدلي نه وي او دهغه کړه وړه به ورته معلوم نه وي نو په داسې حال کې بيا له يو چا څخه اتل جوړول ډېر ستونزمن دي .

لکه څتګه چې مې مخکې وويل دغو سيمنارونو ته له بيلابېلو هېوادونو څخه هغه کسان راغوښنل کېږي چې دمسعود يې نظر له واقعيت سره ١٨٠درجې مخالفت ولري .

په دې مانا چې مسعود دتاريخ په پاڼو کې ديوه سفاک په توګه پېژندل کېږي خو دوى ورته شخصيت ورکوي او لوړوي .

ددې سيمنارونو په اړه چې له ماسره يوه خبره په زړه کې شته هغه داده چې بويه ددې سيمنارونو سمبالوونکي يو ځل دکابل هغو ښاريانو ته چې دمسعود له لاسه په وينو کې لمبېدلي دي دګډون واک او بلنه ورکړي او له هغوى څخه هم وپوښتي چې مسعود يو اتل و او که خونخور .

بيا به نو دمسعود پېژندنې دوراني همدغه اړخ هم خلکو ته څرګند شوى واى اوددې په رڼا کې بيا هم خلکو ويلي واى چې مسعود اتل دى نو موږ به هم ورسره منلې وه چې رښتيا وايې .

يوځل دې هغه کسان هم په کې وپوښتل شي او بلنه دې ورکړل شي چې دده له لاسه يې کابل له ټولې شتمنۍ سره پرېښود او کډوالۍ ته يې مخه کړه .

دکابل شپېته زره وژل شوي عام وکړي هم کېداى شي تر شا يو څوک ولري چې اوس ژوندى وي او دمسعود پېژندنې په سيمنار کې په پوښتلو وارزي له هغه وروسته بيا موږ مسعود په اتلولۍ وپېژنو .

له دولتي رسنيو څخه او هغو کړيو څخه چې په دولت کې دمسعود دتصوير تر سيوري لاندې شپې ورځې تېروي تل هڅه کړې ده چې دولتي امکانات او شونتياوې په خپله ګټه وکاروي .

ويل کېږي چې دمسعود پېژندنې په هر سيمنار باندې ميليونه ډالره لګېږي چې ددولت له خزانې او هغو پيسو څخه ورکول کېږي چې نړيوالو افغان ملت ته په پور او دار ورکړې دي .

ددې سيمنارونو او نورو ټولو هڅو لويه موخه داده چې مسعود چې په تاريخ کې ديوه جنايتکار په نوم پېژندل شوى او ثبت شوى دى ديوه اتل !!! په توګه دخلکو په زړونو کې ننباسي او هغه تصور چې دمسعود دژوند په رښتيني اړخ، جنايت، جاسوسي او غداري پسې اړه لري له خلکو څخه پټ کړي .
جلال الدين محمد اکبر په هند کې دمغولي امپراطورۍ ستر واکمن تېر شوى دى ، دده په اړه ويل کېږي چې په هند کې يې ددين اکبري په نوم يو داسې دين رامنځته کړ چې دټولو اديانويوه ګډه نسخه وه .

ده هڅه کړې وه چې دهند اوسېدونکي که هرڅوک دي بايد يو ګډکولتور ولري ځکه يې نويې په ټولو خلکو باندې دامنلې وه چې له يوبله سره دمخامخ کېدلو پرمهال دې که مسلمانان دې له سلام اچولو څخه ډډه وکړي او که غير مسلمان دي هم په دې مهال کې له خپلو کولتوري دودونو څخه ډډه وکړي .
ده له خلکو څخه وغوښتل چې له يوبل سره دمخامخ کېدلو پر مهال دې لومړنى سړى وايې چې الله اکبر او دويم دې په جل جلاله باندې ورغبرګوي .
له دې کار څخه دده دوه موخې وې يوه داچې ديوه ګډ کولتور لپاره يې هڅه کوله اوبل دا چې غوښتل دجل جلاله له نومه سره دده نوم هم خلکو ته ورياد شي او په دې توګه به دى دخلکو په زړونو کې ژوندى وي .
خو اکبر هېڅکله هم ونه شو کولاى چې په خپل ژوند باندې خپله موخه په سمه توګه پلي کړي څه خو لا دده تر مړينه وروسته وه .
دمسعود په اړه هم دې ته ورته هڅه کېږي چې دى په خلکو باندې په زور ديوه اتل په توګه ومني خو دا کار ډېر ناشونى دى له هرڅه سره لوبې کېږي خو له تاريخ سره لوبې نه کېږي او هېڅکله به هم تاريخ هغه څو ک ونه بښي چې هغه ددې هېواد دوګړو سرونه دفوټبال دپنډوسکې په ډول په خپلو پښو کې کښته او پورته غورځولي دي .

دشهيدانو ورځ او که دمسعود ورځ

تر نور تفصيل وړاندې اړينه بولم چې دمسعود پر شخصيت باندې دوه کرښې نور هم څه وليکم چې په کابل کې داحمدشاه مسعود په اړه ديو زيات شمېر مؤرخينو او پوهانو په ګډون دشوې غونډې په پرېکړليک يې اوږدم. يوه يادونه اړينه بولم چې دغه پرېکړه ليک ټول افغان ويبپاڼې خپور کړى و او دلته يې کټ مټ را اخلم :
((دافغانستان يو شمېر مورخينو او پوهانو نن په کابل کې د يوې غونډې په لړ کې د مشهور جنګ سالار احمدشاه مسعود په اړه خپله شپږمه غونډه وکړه او د هغه د کارنامو !! په اړه يې له خبرو وروسته په څو مادو کې دغه پرېکړه وکړه :
١. احمدشاه مسعود د افغانستان په سپيڅلي جهاد او مقاومت کې هيڅ ونډه نه لرله او يا يې له بده مرغه د جهاد او مقاومت په اړه منفي نقش درلود . د افغان مقاومت په ټول بهير کې يې له روسانو سره پټ تړونونه وکړل ، پيسې او وسلې يې ترې تر لاسه کړې او افغان مقاومت يې سخت وځپلو. هغه د افغان جهاد او مقاومت په وړاندې ستر خاين دی او د افغان تاريخ پاڼې به يې په همدې نوم ثبتوي .
٢. د ملګرو ملتونو د سولې پلان د هغه په توطيْه تخريب شو ، د سولې پر ځای وطن د اور د لمبو خوراک شو .
٣. واک ته د مجاهدينو له رسېدلو سره سم ، هغه د واک د بشپړ نيولو لپاره د بېګناه افغانانو وينې تويې کړې ، شپيته زره کابليان يې ووژل او په افغانستان کې يې قومي ، ژبني او تنظيمي اختلافونه راوپارول .
په دې ډول نو موږ خپله شپږمه پرېکړه کوو او د افغانستان په معاصر تاريخ کې يې يو ځل بيا د يو ناوړه افغان او لوی ملي خاين په توګه اعلانوو .))
کله چې په هېواد کې دکرزي اداره رامنځته شوه نو د نورو يو شمېر کارونو ترڅنګ يې دسپټمبر نهمه دشهېدانو دورځې په نوم ونوموله په کومه ورځ کې چې دشمال ټلوالې قوماندان وژل شوى دى .

دشهېدانو ورځ يو سېمبوليک نوم دى او په اصل کې دا دمسعود ورځ بايد وبلل شي ځکه که شهيدانو هم ورسره ګډه وي نو تر مسعود مخکې هم ډېر شهېدان په نورو ورځو کې په رښتينې ډول په شهادت رسېدلي دي ولې دشهيدانو ورځ دهغوى دشهاد ورځ ونه نومول شوه .

دچمتلې په دښته کې دموندل شويو قبرونو په څېر ډېر کسان دمسعود دټوپک تر سيوري لاندې ژوندي خښ شول او دشهادت ورځې يې ښکاره دي ولې دهغوى دشهادت ورځ دشهيدانو دورځې په توګه نه نمانځل کېږي .

خو په هر صورت اوس دا ورځ دشهيدانو دورځې په توګه ياده شوې ده او پکې دمسعود په اړه سندرې ويل کېږي .
زه له دې سره مخالف نه يم چې په افغانستان کې دشهيدانو ورځ و نمانځل شي خو له دې سره دزړه له تله او په کله مخالفت لرم چې قاتل او مقتول چې رښتيني شهيدان دي په يوه ورځ ونمانځل شي او په مسعود باندې دې دنورو رښتينو شهيدانو حق وخوړل شي .

يوه پوښـتنه داده چې ولې دشهيدانو په ورځ کې دهغوى قاتل ته هم برخه ورکول شوې ده او نمانځل کېږي .

دمسعود دوستان او پلويان کېداى شي دافکر وکړي چې په دې توګه به مسعود دتاريخ له حسابه خلاص او دخلکو په ذهنونو کې به يې بد شاليد له منځه ولاړ شي خو خبره داسې نه ده نه يواځې تاريخ به مسعود ونه بښي بلکې دخلکو په فکر کې هم دپخوا په پرتله اوس څو ځله بدنام اوهېواد پلورنکې څېره شوې ده .
په دې وروستيو ديو شېمر اسنادو په مټ دهغه څېره پوره بربنډه شوې ده چې له کې جي بي څخه يې څومره ، له سي اى اي څخه څومره او له اى ايس اى څخه يې دجاسوسۍ په مټ څومره تنخواګانې خوړلې چې دې ټکو ته نامتو ليکوال سټيون کول په خپل کتاب دپېريانو جګړو کې ښه تفصيل ورکړى دى چې زه يې دلته له رالېږدولو څخه ډډه کوم .

بيات راتلونکى ولسمشر

داسې ويل کېږي چې احسان الله بيات غواړي دولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنوکې ځان کانديد کړي او تر ډېره بريده دده په اوسنيو کارونو باندې هم استدلال کېداى شي چې هره ورځ په يوه سيمه کې يو خبر لري .
موږ له دې سره ضد نه يو چې دى دې دافغانستان له جګړه ځپلي اولس سره مرسته نه کوي خو موږ له دې وېرېږو چې ددې ولس پر سر دې سوداګري نه کوي .
بيات نورو سيمو ته دنور ډول مرستو رسولو لړۍ پيل کړې ده خو له ټوپکسالارانو او ټوپکوالې سيمې سره يې دمرستو ډول بېل دى .
موږ وليدل چې په تېرو څو ورځو کې نوموړي دمسعود دمرګ خبر بې له دې چې ژورناليستکي ارونه په پام کې ونيسي خپراوه او هغه به يې دشهيد په نوم نوماوه .
په همدې ډول بيا ت په پام کې لري چې ځان دغو ډلو ته هم ور نږ دې کړي چې ټوپک يې په لاس کې دى او غواړي چې اوس هم دافغانستان په سياسي برخليک باندې واکمن واوسي .
اريانا ټلوېزيون تر اوسه پورې ويل کېدل چې يوه ملي تګلاره لري خو دمسعود دوژنې دشپږم تلين پر مهال جوته شوه چې ددې ټلوېزيون تګلاره هم په پټو او ښکاره معاملو باندې ولاړه ده .
بيات غواړي چې له دې لارې هم يو شمېر خلک دځان خواته رامات کړي او کله چې دولسمشرۍ ټاکنې کېږي نو رايې به يې دده لپاره وکارول شي .
خو يو شمېر خلک بيا وايې چې بيات پخپله نه غواړي چې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي ځکه دى پوهېږي چې په داسې هېواد کې چې کاڼي او بوټي يې هم پښتانه دي ديوه غير پښتانه ولسمشر کېدل به دسقاو دزوى او رباني پاچاهۍ راغبرګې کړي .
دوى استدلال کوي چې دې خبرې ته په پام سره بيات پخپله نه غواړي ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي خو دبديل په لټه کې او دى يې کېداى شي ديوه ډېر ځواکمن مرستيال په توګه وټاکل شي چې بيا به ټولې چارې دى سمبالوي او دا کار له اټکله ډېر لېري هم نه دى .
بيات همدا اوس له يوشمېر بهرنيو ښکېلاکګرو کمپينو سره ډېرې ژورې اړيکې لري او کله چې دى واک ته رسېږي نو لومړۍ موخه به يې داوي چې په افغانستان کې اقتصادي انحصار ته لاره اواره کړي او په دې توګه پخپله هم او هغو کمپينو ته چې دى يا پکې برخوال دى او يا يې په چوپړ دى کې دپانګه اچونې داسې زمينه برابره کړې وي چې غواړي يې .

ارياناټلويزيون د ټوپکمارو رسنيو په کتار کې

يو مهال چې کله بيات هېواد ته راستون شو نو اټکل داسې وه چې دى دزده کړې لرونکى يو روڼاندى دى او په هېواد کې به ملي مسايلو ته ډېر ژمن وي.
بيات هېواد ته له راستنيدولو سره سم ارياناټلوېزيون، افغان بي سيم مخابراتي شرکت او دبيات بنياد په نوم يو خيريه بنسټ رامنځته کړ .
په لومړي سر کې يې له دې لارې له خلکو سره مرستې هم کولې او ټولو خلکو داسې انګېرله چې دده مرستې دبشر دوستۍ پر بنسټ ولاړې دي خو دسپټمبر په نهمه چې کله سږ کال دمسعود ورځ نمانځل کېدله نو دخلکو ټول اټکلونه بې ځايه و او هغه تصور چې په دې اړه له خلکو سره و هغه اپوټه وخوت .
دمسعود دوژنې په شپږمه کليزه کې اريانا ټلويزيون هم خپله ونډه په سمه او دپام وړ ډول تر سره کړه او ټولې خپرونې يې دوخت ددې درواغجنې رسوا کرجنې او غدارې څېرې ياد ته بېلې او ځانګړې کړې وې .
په خبرونو کې يې دژورناليزم دهر ډول اصولو پر خلاف مسعود ته دشهيد لقب ورکاوه چې تر اوسه پورې به يې ځوک په ژورناليزم کې بېلګه ونه مومي چې يو څوک په لقبونو ياد کړي .
دژورناليزم اصول زه نه پوهېږم دوى کله لوستي او کنه او که يې لوستې وي نو ولې هغه اخلاقي پازه تر پښو لاندې کوي چې په دې اړه يې لري .
په داسې حال کې چې ژورناليزم معلوماتي ژبه ده هرڅه پکې امانت او دلوستونکي ، ليدونکي او يا اورېدونکي حق دي خو له بده مرغه بايد ووايو چې ارياناټلوېزيون له دې امانت سره سترخيانت وکړ.
ايا داريانا ټلويزيون په ليدونکيو کې به داسې څوک نه و چې دکابل په هغو جګړو کې چې دمسعود له لوري پرې تپل شوې وې زيانمن شوي نه وي ايا ټول ليدونکي به يې هغه کسان و چې مسعود يې ژوند ژغورلى وي اوپر قومي و ژبني بنسټ يې هغوى ته لاس ورکړى وي .
له اريانا ټلوېزيون څخه دا تمه نه چې ديوه قاتل په اړه دې داسې ړوند نياو وکړي او هغه ته دې په پټو سترګو اتل ووايې .
په هرصورت اوس معلومه شوه چې چې بيات يو روڼاندى نه بلکې يو سم ټوپکسالار دى او کومې مرستې چې يې کړې هغه هم په يونه يو ډول له دغې تګلارې څخه سرچينه اخلي .
دى اوس غواړي چې په دې توګه هم يوشمېر خلک دځان کړي اوپه دې توګه وکولاى شي چې په راتلونکي کې واک ته ورسي .

سرپاڼه





د ليکوال څو نورې لیکنې


powered by

د ١٣٨٩ کال ولسي جرګې ټاکنې

څوک شته چې له دغې نوماندې وپوښتي؟ شینکۍ کړوخېل تکړه نومانده پارلماني ټاکنې ، د دیموکراسۍ بله لوبه په افغانستان کې

د کرکټ لوبې لپاره ځانګړې شوې څانګه

د افغانستان د ځوانانو د ټولنې لوپدلې د پاکستان رمضان سيالي وګټله د زابل دکرکټ له ټيم سره مرسته وشوه د ولايتي شل اوریزې سیالۍ لپاره ننګرهار لوبډله اعلان کړه

د افغانانو د بابا "احمدشاه ابدالي" ۲۷۸ کلیزه

The Legacy of the Father of the Nation

ليکوال :حنان حبيبزي
پښتو او انګلیسي په PDF فورمات کې ښکته کول


په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ماتې اناتومي

ليکوال : پوهاند محمد داود ميرکی
ژباړه : شيرين اغا جهانګیر
پښتو په PDF فورمات کې ښکته کول
انګليسی په PDF کې ښکته کول

په افغانستان کې جګړه څنګه پاې ته ورسوو.

ليکوال : ډیويډ ميليبېنډ
ژباړه : رحیم الله بشارت
پښتو او انګلیسي په PDF فورمات کې ښکته کول

شيبه په شيبه د هيواد له ګوټ ګوټ څخه تازه ، دقيق او پر وخت خبرونه ، کره سياسي بحثونه ، په زړه پورې پښتو موسيقي ، تفريحي او هنرې آزانګې له خپلې راډيو ،سپوږمۍ څخه په ١٠٢،٢ ايف ام څپو واورئ .   spogmairadio@gmail.com ٠٢٠٢٥٠٢١٠٠

د افغان وطن د سر سړي (قامي مشران) څوک وژني؟

افغان دولت بهرني ځواکونه د پاکستان استخبارات او وسلوال لاسپوڅي یې

[احصاييه]

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


05.09.2010 12:29 ګوګل د جيمېل امنيت تامين کړ

د يوې خبرې سرچينې د خبر له مخې ګوګل (Google) غواړي د هغو کسانو د ډاټا او معلوماتو لپاره ...

05.09.2010 09:39 په زړه پورې خبرې اترې

ژباړه: محمد اسماعیل عندلیب

05.09.2010 09:34 اومیندوارې مور ته د ویټامین ډي ګټي

له وخته د ماشوم د زیږیدو مخنیوی کوي او د هغو څیړنو له مخې چې په کاناډا کې شوی د ډی ویتامین د ډیرو مکروبی ناروغیو مخنیوی هم کوي

05.09.2010 09:31 په هند کې د امیدوارو میندو د ژغورنې لپاره یوه ابتکاري لار

رمنو ته په روغتون او كلينيك كې د ماشوم د زوكړې په خاطر د بخششي پيسو وركول

05.09.2010 09:28 د لمر په انرژۍ لومړنۍ الوتکه والوځول شوه

دا الوتکه سولرامپلس(Solar Impulse)شرکت جوړه کړې.د هغې ۵۷ کلن پېلوټ(Andre Borschberg ) ، چې تردې

05.09.2010 09:23 اعتکاف / د مفتي احمد (فرزان) لیکنه

نارينه معتكف يوازي په هغه مسجد كي اعتكاف كولاي سي چې پكښي پنځه وخت په جماعت لمونځ كيږي

05.09.2010 08:25 د مسعود ورځ، د رهین څرګندونې او د عامو افغانانو قضاوت

تلاش احمدزی

05.09.2010 07:32 غزل : رحيمه پښتونجار

ته د قدر په لټون شپې کړه شـــوګـېرې |||||| هم ثواب دې هم خرما په تـوره شـپه کې

05.09.2010 07:30 ګلرنګ ماشوم ته د زرکې او کارغه قيصه:بلينډه بدرۍ

زه بيداره يم له ما خو يو غزل نيمګړی پاتې ته تراوسه نازنينه ولې ويښ ېې ، للو نه کړې نيمه شپه ده خلکو دوه انډه خوب کړی ته دې ځرځې سترګې اوس هم

04.09.2010 19:52 نيټ ورکنګ زده کړئ درېيمه برخه

پروتوکول د قواعدو او قوانينو هغې ټولګې ته چې نيټ ورک د ډاټا پر لېږدونه پوره واک ولري ويل کېږي...

07.09.2010 01:08 په روژه کې په تنده څنګه برلاسي شو؟!

کله چې روژه په اوړي کې راشي نو ورځ تقريبا څوارلس ساعته وي، پدې وخت کې کې هوا هم ډيره توده وي او ورځ هم اوږده، هر په روژه کې تږى کيږي په ځانګړې ت�

06.09.2010 21:34 د لپټاپ د بطرۍ په اړه څو سپارښتنې

پر داسې مهال چې برېښنا نه وي او د لپټاپ له بطرۍ څخه کار اخلئ که لاندني ټکي په پام کې ونيسئ ...

06.09.2010 10:20 د اعتكاف په هكله د رسول الله (ص) لارښوونې

زيات خواړه، زيات څښاك له خلكو سره بېځايه ناسته-پاسته، زيات خوب، زياتې خبرې د زړه په شيشه كې د درزونه او ليكو سبب

06.09.2010 10:17 په درياب كې تر ټولو اوږد سفر

د نړۍ تر ټولو اوږد يا زيات سفر په درياب كې ريډ سټوو

06.09.2010 10:09 روغتیا څه ده او روغ څوک دی؟/

" د روغتیا مفهوم یواځې د ناروغۍ او د غړیو د نیمګړتیا نه لرلو ته نه وایي, بلکې بشپړ

06.09.2010 02:29 موږ په افغانستان کې ژر تر ژره اوربند غواړو

درنو لوستونکو! دا پاس درۍ مهمې غوښتنې پرون ګڼ شمېر المانانو په هغه لوی لاریون او مټنګ کې کولې کوم چې دجرمني په مونشن ښار مارین پلاتڅ کې تر سره

06.09.2010 01:31 یوازې علمي نظریې د انسان اړتیاوې نه شي پوره کولای

ټولې هغه مادي لاسته راوړنې او دژوندانه آسنتیاوې او دتمدن پرمختک چې علم د(دین) نه پرته په ځانګړی توګه ورته رسیدئ شي نه شي کولای چې په دغه ګمراه

06.09.2010 01:22 اختر//سیدشاه خروټی

اختره جلوه ګر شوې په معنا دی نـــــــــه پوهیږم//غمونو سره راغلې په خندا دي نه پوهیږم

05.09.2010 22:06 BIOS څه شى دى او څنګه کار کوي؟

د Flash Memory يو تر ټولو مهم ابزار چې کمپيوټر ته د ابتدايي ننوتو او وتو سيسټم ټاکي د BIOS په نامه يادېږي.

05.09.2010 14:06 پر اسلام د غرب يو بل ګوزار

د امريکې د فلوريدا په ايالت کې د ډوف په نامه يوه کليسا اراده لري چې د روان کال د سپتمبر په يوولسمه د شپې له شپږو بجو څخه تر نهو بجو پورې د ( د قرآ

 

+ نوشته شده در  سه شنبه 1389/06/16ساعت 9 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

دلوی او بښونکي خدای (ج) په سپڅلي نامه دکوچني اختر مبارکي دافغانستان اوټول مسلمه امت مجاهدینوته دې مبارک وي . نادري
+ نوشته شده در  سه شنبه 1389/06/16ساعت 9 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

پرمختګ

+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/15ساعت 10 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

+ نوشته شده در  دوشنبه 1389/06/15ساعت 10 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

۰۹۹۹
+ نوشته شده در  یکشنبه 1389/06/14ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

داطلاعاتواوفرهنگ په وزارت کې یوورځنی ورکشاپ ...

 

لکه څنګه چې دافغانستان په ټولودولتي اداروکې دمعاش اورتبونوی سیستم دپلي کیدوپه حال کې دی نوپه همدې موخه داداري اصلاحاتواوملکي خدمتون خپلواک کمیسیون په ګڼ شمیروزارتونوکې دمعاش اورتبو دنوي سیستم دپوهاوي په هکله یولړورکشاپونه یې په کاراچولي دي چې ددې ورکشاپونوله جملې نه یوهم

دوږي (سنبلې) دمیاشتې په ۶مه نیټه داطلاعاتواوفرهنگ په وزارت کې  دمعاش اورتبودنوي سیستم په برخه کې جوړشو.ورکشاپ دقرآن کریم په څومبارکوآیاتونوپرانستل شوبیا داطلاعاتواوفرهنگ وزارت فرهنګي مرستیال سیدعمر(سلطان) ددغه  نوي سیستم د پلي کیدوڅخه خوښي څرګنده کړه ،نوموړي دخپلوخبروپه ترڅ کې زیاته کړه: زه د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونودخپلواک کمیسیون اودښاغلي ډاکتراحمد (مشاهد) نه ډېره مننه کوم چې زموږسره یې ددغه نوي سیستم دپلي کیدوپه برخه کې زیاتې هلې ځلې و کړې. داطلاعاتواوکلتوروزارت به ددغه نوي سیستم د پرمختګ په برخه کې دکمیسیون هرډول وړاندیزته مثبت غبرګون وښي .بیادافغانستان دملکي خدمتونومشاورهاشمي دمعاش اورتبودنوي سیستم په اړه دغونډې برخوالوته لنډ معلومات ورکړل د دخپلوخبروپه دوام کې داسې وویل:دبن دپرېکړونه  یوه موخه داوه چې داداري اصلاحاتواوملکي خدمتونوخپلواک کمیسیون منځته شي ددې کمیسیون اصلي موخه په اداروکې داصلاحاتورا وستل دي. کمیسیون په دې هدف نه دی جوړشوی چې مامورین د تنقیص شي بلکې دمامورینودوړتیاوودلوړولوپه موخه جوړشوی دی. ددولت په چوکاټ کې داطلاعاتواوکلتوروزارت خورامهم وزارت دی په دې وزارت کې هم باید دمعاش اورتبونوی سیستم پلی شي. موږڅه کم په ۱۷وزارتونوکې دغه نوی سیستم تطبیق کړی په لومړیومرحلوکې دغه سیستم دR. R .Pپه شکل ووچې اوس دمعاش اورتبودنوي سیستم ترنامه لاندې راغلی. پخواپه اداروکې ۱۲رتبې وې چې اوس دغه رتبې موږ۸ رتبوته راټیټې کړې دي .بیادکمیسیون روزونکې ډلې دورکشاپ ښونیزه برخه وړاندې کړه. دمعاش اورتبودنوي سیستم څخه دورکشاپ برخوال خوښ ښکارېدل دورکشاپ له یوه ګډونوال نه مې دیوې پوښتنې په ترڅ کې وپوښتل چې تاسې دغه سیستم څنګه ارزوی؟ ده وویل:زمانوم جلیل دی داطلاعاتواوکلتورپه وزارت کې دموسیقۍ دڅانګې ریس یم، دغه دمعاش اورتبونوی سیستم زه مثبت ارزوم ددې سیستم په راتگ سره به په اداروکې کارونه سمون پیداکړي، هرسړی به خپل کاردیوسالم رقابت له مخې په وړاندې بیایي.

 

 

مطیع الله (نادري)

+ نوشته شده در  یکشنبه 1389/06/14ساعت 10 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

داطلاعاتواوفرهنگ په وزارت کې یوورځنی ورکشاپ ...

 

لکه څنګه چې دافغانستان په ټولودولتي اداروکې دمعاش اورتبونوی سیستم دپلي کیدوپه حال کې دی نوپه همدې موخه داداري اصلاحاتواوملکي خدمتون خپلواک کمیسیون په ګڼ شمیروزارتونوکې دمعاش اورتبو دنوي سیستم دپوهاوي په هکله یولړورکشاپونه یې په کاراچولي دي چې ددې ورکشاپونوله جملې نه یوهم

دوږي (سنبلې) دمیاشتې په ۶مه نیټه داطلاعاتواوفرهنگ په وزارت کې  دمعاش اورتبودنوي سیستم په برخه کې جوړشو.ورکشاپ دقرآن کریم په څومبارکوآیاتونوپرانستل شوبیا داطلاعاتواوفرهنگ وزارت فرهنګي مرستیال سیدعمر(سلطان) ددغه  نوي سیستم د پلي کیدوڅخه خوښي څرګنده کړه ،نوموړي دخپلوخبروپه ترڅ کې زیاته کړه: زه د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونودخپلواک کمیسیون اودښاغلي ډاکتراحمد (مشاهد) نه ډېره مننه کوم چې زموږسره یې ددغه نوي سیستم دپلي کیدوپه برخه کې زیاتې هلې ځلې و کړې. داطلاعاتواوکلتوروزارت به ددغه نوي سیستم د پرمختګ په برخه کې دکمیسیون هرډول وړاندیزته مثبت غبرګون وښي .بیادافغانستان دملکي خدمتونومشاورهاشمي دمعاش اورتبودنوي سیستم په اړه دغونډې برخوالوته لنډ معلومات ورکړل د دخپلوخبروپه دوام کې داسې وویل:دبن دپرېکړونه  یوه موخه داوه چې داداري اصلاحاتواوملکي خدمتونوخپلواک کمیسیون منځته شي ددې کمیسیون اصلي موخه په اداروکې داصلاحاتورا وستل دي. کمیسیون په دې هدف نه دی جوړشوی چې مامورین د تنقیص شي بلکې دمامورینودوړتیاوودلوړولوپه موخه جوړشوی دی. ددولت په چوکاټ کې داطلاعاتواوکلتوروزارت خورامهم وزارت دی په دې وزارت کې هم باید دمعاش اورتبونوی سیستم پلی شي. موږڅه کم په ۱۷وزارتونوکې دغه نوی سیستم تطبیق کړی په لومړیومرحلوکې دغه سیستم دR. R .Pپه شکل ووچې اوس دمعاش اورتبودنوي سیستم ترنامه لاندې راغلی. پخواپه اداروکې ۱۲رتبې وې چې اوس دغه رتبې موږ۸ رتبوته راټیټې کړې دي .بیادکمیسیون روزونکې ډلې دورکشاپ ښونیزه برخه وړاندې کړه. دمعاش اورتبودنوي سیستم څخه دورکشاپ برخوال خوښ ښکارېدل دورکشاپ له یوه ګډونوال نه مې دیوې پوښتنې په ترڅ کې وپوښتل چې تاسې دغه سیستم څنګه ارزوی؟ ده وویل:زمانوم جلیل دی داطلاعاتواوکلتورپه وزارت کې دموسیقۍ دڅانګې ریس یم، دغه دمعاش اورتبونوی سیستم زه مثبت ارزوم ددې سیستم په راتگ سره به په اداروکې کارونه سمون پیداکړي، هرسړی به خپل کاردیوسالم رقابت له مخې په وړاندې بیایي.

 

 

مطیع الله (نادري)

 

 

 

+ نوشته شده در  یکشنبه 1389/06/14ساعت 10 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

داطلاعاتواوفرهنگ په وزارت کې یوورځنی ورکشاپ ...

 

لکه څنګه چې دافغانستان په ټولودولتي اداروکې دمعاش اورتبونوی سیستم دپلي کیدوپه حال کې دی نوپه همدې موخه داداري اصلاحاتواوملکي خدمتون خپلواک کمیسیون په ګڼ شمیروزارتونوکې دمعاش اورتبو دنوي سیستم دپوهاوي په هکله یولړورکشاپونه یې په کاراچولي دي چې ددې ورکشاپونوله جملې نه یوهم

دوږي (سنبلې) دمیاشتې په ۶مه نیټه داطلاعاتواوفرهنگ په وزارت کې  دمعاش اورتبودنوي سیستم په برخه کې جوړشو.ورکشاپ دقرآن کریم په څومبارکوآیاتونوپرانستل شوبیا داطلاعاتواوفرهنگ وزارت فرهنګي مرستیال سیدعمر(سلطان) ددغه  نوي سیستم د پلي کیدوڅخه خوښي څرګنده کړه ،نوموړي دخپلوخبروپه ترڅ کې زیاته کړه: زه د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونودخپلواک کمیسیون اودښاغلي ډاکتراحمد (مشاهد) نه ډېره مننه کوم چې زموږسره یې ددغه نوي سیستم دپلي کیدوپه برخه کې زیاتې هلې ځلې و کړې. داطلاعاتواوکلتوروزارت به ددغه نوي سیستم د پرمختګ په برخه کې دکمیسیون هرډول وړاندیزته مثبت غبرګون وښي .بیادافغانستان دملکي خدمتونومشاورهاشمي دمعاش اورتبودنوي سیستم په اړه دغونډې برخوالوته لنډ معلومات ورکړل د دخپلوخبروپه دوام کې داسې وویل:دبن دپرېکړونه  یوه موخه داوه چې داداري اصلاحاتواوملکي خدمتونوخپلواک کمیسیون منځته شي ددې کمیسیون اصلي موخه په اداروکې داصلاحاتورا وستل دي. کمیسیون په دې هدف نه دی جوړشوی چې مامورین د تنقیص شي بلکې دمامورینودوړتیاوودلوړولوپه موخه جوړشوی دی. ددولت په چوکاټ کې داطلاعاتواوکلتوروزارت خورامهم وزارت دی په دې وزارت کې هم باید دمعاش اورتبونوی سیستم پلی شي. موږڅه کم په ۱۷وزارتونوکې دغه نوی سیستم تطبیق کړی په لومړیومرحلوکې دغه سیستم دR. R .Pپه شکل ووچې اوس دمعاش اورتبودنوي سیستم ترنامه لاندې راغلی. پخواپه اداروکې ۱۲رتبې وې چې اوس دغه رتبې موږ۸ رتبوته راټیټې کړې دي .بیادکمیسیون روزونکې ډلې دورکشاپ ښونیزه برخه وړاندې کړه. دمعاش اورتبودنوي سیستم څخه دورکشاپ برخوال خوښ ښکارېدل دورکشاپ له یوه ګډونوال نه مې دیوې پوښتنې په ترڅ کې وپوښتل چې تاسې دغه سیستم څنګه ارزوی؟ ده وویل:زمانوم جلیل دی داطلاعاتواوکلتورپه وزارت کې دموسیقۍ دڅانګې ریس یم، دغه دمعاش اورتبونوی سیستم زه مثبت ارزوم ددې سیستم په راتگ سره به په اداروکې کارونه سمون پیداکړي، هرسړی به خپل کاردیوسالم رقابت له مخې په وړاندې بیایي.

 

 

مطیع الله (نادري)

+ نوشته شده در  یکشنبه 1389/06/14ساعت 10 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 

 

په افغانستان کې څوک څومره دي؟


(ټولو څيړنو په ډاګه کړې ده چې پښتانه دافغانستان اکثريت اوسيدونکي
دي)
 
د اصولو له مخې خو د افغانستان ټول خلک افغانان دي، او د مساوي  حیثيت
او مساوي  حقونو لرونکي دي او بايد هر فرد يي مهم او ارزښتمن وګڼل شي.

ددې لپاره چې  پرمختيايي زيرمې په عادلانه  ډول وويشل شي د وګړوپه باب د معلوماتو موجوديت ډیر مهم دی چې دا څرګنده کړي په کومه سيمه کې څومره خلک اوسيږي.

ددې معلوماتو په برخه کې دوه مسلې حساسې دي: د قوم او ژبې په باب معلومات. اوس په زياترو هيوادونو کې د قوم په باب  هيڅ معلومات نه راټوليږي، ځکه هيڅ قوم د کومو خاصو حقوقو مستحق نه دی خو د ژبې په باب معلومات ځکه مهم دي چې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه زده کړه او د ژبو ټولو ویونکو ته  په خپله ژبه د معلوماتو رسول يو بشري حق دی.

په افغانستان کې زیاتره شيان سرچپه دي. بهرني یرغلګر زموږ په مليونونو خلک وژني خو چې ماته وخوري نو بيا يو قوم د بل پر خلاف لمسوي او دا غلطه مسله عنوانوي چې دې قوم د هغه بل قوم حقوق خوړلي دي. دوې د سمو معلوماتو پرځای غلط معلومات خپروي ، خلک راپاروي او حقیقتونه  تحريفوي.

سره له دې چې په تيرو پنځوسو کالونو کې د بيلابيلو 16 علمي ماخذونو د منځني حد په توګه پښتانه په افغانستان کې د اوسيدونکو 61% جوړوي، خو د هيواد او ملت بهرنيو دښمنانو ددې شميرې د کمولو لپاره ډيرې ناروا هڅې وکړې. دوې کله دا خبره کوله چې پښتانه په جهاد کې ډير شهيدان شوي نو اوس اکثريت نه دي. ځينو به دا خوبونه ليدل چې دوې زياتره مهاجر شوي دي او بيرته به هيواد ته راستانه نشي.

د افغانانو د يووالي دښمنانو وروسته يوه بله فرضيه راوويسته او هغه دا چې  په افغانستان کې قومي اکثریت نشته او ټول قومونه واړه واړه دي، خو ژبنی اکثريت وجود لري او هغه د دري ژبو اکثریت دي

دا خبره  شته چې ډير شمير پښتانه هم  دري ژبي شويدي. هزاره، ايماق او ځينې نور قامونه هم د تاجکو په شان دري وايي خو دوې دغه سروې چيرته وکړه چې دغه د بيلابيلو قامونو دري ژبي د افغانستان اکثريت خلک دي.

يوه بله نااشنا کیسه دا ده چې د بن د تړون په يوه ضميمه کې هم دا ليکل شويدي چې د افغانستان په دولت کې به پوستونه د قومي تناسب له مخې ویشل کيږي: 33% پښتنو ته (پښتو ژبو او دري ژبو پښتنو ته)، 27% تاجکو ته، 17% هزاره و ته …… چې دا د منځنيو پيړيو ويش يوازې په دې بدمرغه ملت تپل کيږي، که نه وي دولتي او نادولتي پوستونه خو د تحصيل،تجربې او کفايت له مخې وېشل کيږي او په دغسې حالاتو کې قوم او ژبه کوم معيار نشي کيدای. د ځنګل ددې ويش سره سره هم په دولتي  ادارو کې دپښتنو سلنه د14 نه تر20  پورې ده او دې 33% ته هم نه ده رسيدلې.

د ژبني اکثريت د ادعا د ثبوت لپاره د مرکزي احصايې ادارې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټولې پيسې ولګولې چې خپله دروغجنه دعوه ثبوت کړي، سره له دې چې د قوم پربنياد ویش تحميل شوی خو د 2004 کال د کورونو او خلکو د شمير په سروې کې د قام پوښتنه نه ده شوې او د ژبې پوښتنه شوې ده، د پښتنو زياترو سيمو ته هيڅ ټيمونه نه دي ليږل شوي او که ليږل شوي هم دي ، د پښتنو شميره يي ډیړه کمه ليکلې ده چې په دې باب د ولس شکايتونه بيا بيا د هر چا غوږونو ته رسيدلي دي. د همدغو ناقصو معلوماتو ملي پروفايل بشپړيدل په ۲۰۰۷ کال کې د مرکزي احصايې د مشر او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اسيا د برخې د رئيس له خوا مطبوعاتو ته اعلان شو، چې د توطيه ګرو د ټولو هڅو سره سره بيا هم د پښتو ژبې ويونکي د هيواد اکثريت جوړوي . د دغه پروفايل په 29 مخ کې راغلي دي :

(سره له دې چې د قوم په باب موږ له خلکو پوښتنې نه دي کړي خو د ژبې په باب پوښتنې دا معلومات رابرسيره کوي: .د افغانستان 90% خلک په پښتو يا دري خبرې کوي چې په دې 90% کې 56% په پښتو او 44% په دري خبرې کوي. په پاتې لسو کې يې تر نيمايي زيات په ازبکي او پاتې په نورو وړو ژبو خبرې کوي).

که پښتو ژبي په 90 کې 56 وي نو په سلو کې 50.4  راځي او دري ژبي په سلو کې 39.6 راځي. خو دلته بله خبره ده، هغه داچې ټولو ته پته ده چې په لکونو پښتانه په هرات،کابل او نورو سيمو کې اوسيږي چې ژبه يي دري شويده که د دوې سلنه ډيره ټيټه هم ونيسواو يواځې 10% يي وګڼو نو پښتانه 60.4% کيږي . دا چې ټیمونه د پښتنو کليو ته نه دي تللي او يا يي د پښتنو شميره کمه ښودلې ده نو 10% نور هم زياتيږي ، چې 70% کيږي. که راغلي مهاجرين ورسره وشميرو فيصدي لاهم زياتيږي، نو اوس بايد د افغانانو دښمنان پوه شي چې پښتانه د دې هيواد اکثريت اوسيدونکي دي، په همدغه پيمانه يي د هيواد په آزادۍ کې قرباني ورکړې او په همدغه پيمانه د حقوقو مستحق دي.

موږ د متمدنو انسانانو په توګه په قومي بنياد ويشنه اوس هم نه تائيدوواو سره له دې چې پښتانه د 70% په حدودو کې په دې هيواد کې موجوددي، غواړو دولتي او نادولتي څوکۍ د پوهې، زده کړې ، تجربې او کفايت له مخې وويشل شي او ټولې پرمختيايي منابع د هيواد په افرادو په مساويانه او عادلانه ډول تقسيم شي او ترټولو اړو ته دې ترټولو لومړی پاملرنه وشي که هغه د هر قوم وي، د هرې ژبې ويونکي وي، او په هره سيمه کې اوسيږي. هر څوک چې د افغانستان وي، هغه افغانان دي او د هيواد د مساوي حېثيت او حقوقو لرونکي بچيان دي.

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1389/06/03ساعت 12 PM  توسط مطیع الله نادري.  | 


 

 

د پښتو ( ی ) ګانې

ی  ې  ي   ئ   ۍ


محمد اسماعيل يون


په پښتو ژبه كې د بل هر توري په شان (ى) ګانې د كارونې ځانګړي ځايونه لري. كه چېرې په نثر او نظم كې هر يوه پر خپل ځاى وكارول شي. نو د متن په روانۍ، اسانۍ، مانيزي څرګندونې او خوږلنۍ كې به ډېره مرسته وكړي. خو كه چېرې دا (ى) ګانې پر ځاى او خپله بڼه ونه كارول شي، نو لوستونكى د متن په لوستلو كې ټكنى كيږي او كله كله دې ته مجبوريږي چې د جملې پاى ته ځان ورسوي او بيا له سره د جملې روغه بڼه ولولي. دا د دې مانا وركوي چې د پښتو هر لوستونكى د پښتو د هر كتاب متن دوه ځله لولي. كله كله د (ى) ګانو د ناسمې كاريدنې له كبله يوه كلمه، جمله يا تركيب همغه د ليكوال غوښتتې مانا هم نه شي رسولى او لوستونكى له ذهني ستړيا سره مخامخوي. هغه كسان خو لا له ډېرو ستونزو سره مخامخوي چې پښتو ليك لوست يې پوره او بشپړ نه وي. د راډيو، ټلويزيون او د نورو غونډو وياندويان هم د (ى) ګانو د نه مراعت له كبله له سختو ستونزو سره مخامخيږي او كله كله دومره ستره تيروتنه كوي چې د متن اصلي مانا ته چورلټ بدلون وركوي. په پښتو كې د بل هر توري په انډول د (ى) ګانو كاريدنه زياته ده. دا ځكه چې پښتو (ى) ګانې په حقيقت كې (پنځه) بېل بېل غږونه (واولونه) او دوه (=درې) يې غبرګ غږونه (ديقتونګونه) دي.
پښتو ژبپوهانو د پنځه وو بېلا بېلو غږونو لپاره يو ګرافيم (انځور) ټاكلى او اصلاً ستونزه له همدغه ځايه پيليږي. خو دا ستونزه په (ى) ګانو كې د شكلي بدلون او د ټكو د تغير په وجه تر يوه بريده له منځه وړل شوې ده. عام لوستونكي دې پنځه وو بېلا بېلو غږونو (اوازونو) ته په يوه سترګه ګوري او زياتره يې ګرد سره د توپير په كيسه كې هم نه دي. ډېر پښتانه ليكوال او چاپ چارې د دې (ياګانو) د كاريدنې پر ځاى، ارزښت او بڼې باندې پوهيږي. ځينې يې په ليك كې مراعت ته ډېره پاملرنه كوي. خو ځينې يې بيا پر مراعتولو ځان ستړى كوي. هغه آثار او كتابونه چې د (ياګانو) پوره مراعت پكې شوى وي. لوستونكي ورسره زياته ليوالتيا ښيي. د دې لپاره چې په راتلونكو چاپي كتابونو كې د دې تورو (د بېلا بېلو ياګانو) مراعت وشي او يا هغو كسانو ته چې تر اوسه لا د دې تورو په دقيق استعمال او كاريدنه كې ستونزې لري او يا پرې نه پوهيږي، د هغو د معلوماتو لپاره دلته د دې تورو (ياګانو) په اړه څو څرګندونې كوو.


۱-  ى (ay):

دې تر نرمه (يا) وايي، ځينې يې بې ټكيو (يا) هم بولي. دا (ى) په حقيقت كې له دوو غږونو څخه جوړه شوې ده. يانې يو غبرګغږ (ديفتونك) دى چې ېو غږ (a) يې خپلواك (واول) او بل (y) نيم واك (سيمي واول دى). يانې (ى =ay). د كاريدنې ځايونه يې دا دي:
- په زياترو مفردو نارينه نومونو كې چې يا د وينا له مخې او يا په حقيقي ډول نارينه وي راځې، لكه سړىْ منګى، لرګى، زمرى، پرګى، پسرلى، منى.
- په ځينو كړونو (فعلونو) كې راځي لكه: تللى، خوړلى، ګټگلى، ليكلى، وېشلى، ژړلى، خندلى، كړى، وړى، مړى، پړى.
- په ځينو نسبي نومونو كې هم كاريږي لكه: كندهارى، ننګرهارى، پيښورى، كابلى...
- هغه نومونه او فعلونه چې په (ا=ay) پايته رسېدلي وي، لكه: ځاى، چاى، كابل باى، راتلاى او ځينې نور...


۲- ي “I” :

دې ته څرګنده يا معروفه (يا) وايي. دا يو خپلواك غږ (واول) دى. د كاريدنې ځايونه يې دا دي:
- زياتره هغه مفرد نارينه نومونه چې په (ى=ay) پايته رسېدلي وي، د هغو د جمع كولو لپاره لكه: سړى = سړي، منګى = منګي. پسرلى = پسرلي او نور.... سړى په (ان) هم جمع كېداى شي، سړى = سړيان.
- زياتره هغه يو ګړي (مفرد) نارينه نومونه چې مفرد شكل يې په (ى=ay) پای ته رسيدلى وي. د هغو د بدلېدونكي (مغير) حالت لپاره لكه: سړى وايي (اصلي حالت). سړي وويل اوښتى (مغير) حالت. منګى اوبه لري (اصلي حالت) زمري غوښه وخوړه (اوښتې بڼه) او داسې نور....
- په ځينو نسبتي ستاينومونو كې لكه: ځي، راځي، خوري، نه خوري،مري، وړي، بولي، ولي او نور...
- په ځينو مفردو كسبي نومونو كې هم كاريږي. لكه:موچي، دوبي، توپچي، تبله چي، ربابي، كبابي او نور...


۳- ې (e) :

دې ته اوږده (يا) وايي. دا يو خپلواك (واول) غږ دى. د كارېدنې ځايونه يې دا دي:
- زياتره هغه مفرد ښځينه نومونه چې په زور (a=o) پايته رسېدلى وي. د هغو د جمعى له پاره. لكه: پاڼه = پاڼې، لمبه، لمبې، ډيوه=ډيوې، پلوشه = پلوشې، وړانګه = وړانګې او داسې نور...
- د هغو ښځينه نومونو د اوښتې بڼې لپاره چې اره بڼه يې په همدې زور (a=o) پايته رسېدلې وي لكه: پلوشه راغله (اصلى حالت)، پلوشې ډوډۍ وخوړه (اوښتى حالت)، ډيوه له لرې ښكاري (اصلي حالت)، د ډيوې رڼا ته ناست دى (اوښتې بڼه). لمبه سره او شنه ده (ار حالت). د لمبې رنګ سور دى.
- په ځينو مفردو ښځينه نومونو كې لكه: ناوې، ادې.خواښې او نور...
- په ښځينه نومځرو (ضميرونو) كې لكه دې، هغې.
- په ځينو فعلونو كې لكه: ژړلې، خندلې، وېلې، خوړلې، ليكلې، څكلې، څښلې او نور...


۴- ۍ (ay):

 دې ته زوركى والا (يا) وايي، دا له دوو غږونو جوړه شوې چې يو يې خپلواك (a) او يو يې نيمواك (y) دى چې دواړه په ګډه يو غبرګغږ (ديفتونګ جوړوي). دا (ۍ) په زياترو مفردو ښځينه نومونو كې راځي لكه: نړۍ، وړۍ، شړۍ، ګلالۍ، ملالۍ، مړۍ، ځولۍ، خولۍ، او داسې نور...
- د ځينو هغو نسبتي ستاينومونو د اوښتې بڼې لپاره هم راځي چې په (ي) پايته رسيدلي وي: لكه هغه ډيره خوشحالي وكړه (اصلي حالت). هغه له ډيرې خوشحالۍ پر ځان نه پوهېده (اوښتې بڼه). سوكالي دې غواړم. ستاسې د سوكالۍ په هيله او داسې نور...


۵- ئ (aY):

دې ته همزه لرونكې (يا) وايي. دا له زوركۍ والې (ۍ) سره په وينګ (تلفظ) كې هېڅ توپير نه لري، دواړه يو ډول غږونو څخه جوړې دي. يانې دا هم يو غبرګغږ دى چې يو غږ زوركۍ والې (ۍ) سره يې د كاريدنې ځايونه توپير كوي.
يانې دا چې زوركى واله (ۍ) په نومونو او د ځينو ستاينومونو د مغيره حالت لپاره او همزه لرونكې (ئ) په فعلونو كې راځي. په ځانګړي ډول د امر او نهې په فعلوونو كې لكه: وخورئ، كېنئ، مه كينئ، پاڅئ، ځئ، راځئ او نور...
ځينو ته كېداى شي دا پوښتنه پيدا شي چې (ئ) ته اړتيا نه وه. يوازې (ۍ) بس وه. دلته بايد وويل شي چې د دې (ياګانو) په مرسته د هغو فعلونو او نومونو توپير كېدلى شي چې تلفظ يې يو شى وي خو مانا يې بيله وي. ځنې وختونه موږ داسې وييونو يا كلمو سره مخامخيږو چې د همدې دوه ډوله (ياګانو) په واسطه يې توپير كولاى شو.
لكه: هغه كړئ ؟ ( هغه كار كوئ)، هغه كار كړۍ ( هغه حلقه)
د كلمو په پاى كې د (ياګانو) د كارونې د پورتنيو يادونو تر څنګ د كلمو په منځ كې هم د ياګانو كارونې ته پاملرنه پكار ده. كه چيرې د كلمو په منځ كې د هغو سمه كاريدنه ونه شي، تر هغه پورې چې د ويل كېدونې كلمې څخه وروسته كلمه ونه لوستل شي، د كلمې په مانا كې د بدلون د پېښېدو امكان شته، لكه تېر(تېر مهال)، تير (لرګى). كه دا دواړه ېو ډول (تير) وليكل شي توپير به يې ونه شي، يا څيرې (شليدلى) او څېرې (قوارې) كه يو ډول وليكل شي، او يا لكه: پير (لارښود) پېر (مهال). نو مانيز توپير به يې ونه شي.
په زياترو هغو كلمو كې چې په منځ يا پاى كې يې (يا) راغلى وي. كه د هغو دقيق او اره بڼه وكاروو. نو د كلمې له درست وينګ سره به مخ شو او د ډيرو مانيزو ستونزو مخنيوى به وكړو. خو له دې سره سره د كلمو، په ځانګړي ډول د هغو تركيبي كلمو په منځ كې چې د ېو ځاى كيدن اړتيا يې وي. د ځينو (ياګانو) بڼې نه شي مراعتېدلې، لكه نړۍ+وال= نړيوال. د نړيوال په تلفظ كې د زوركۍ والې (ۍ) غږ څرګند دى. بله بېلګه يې ګاډۍ+وان=ګاډيوان او داسې نور...
(ى) هم په منځ كې په خپله بڼه نه شي راتلاى، مجبور يو چې له (ي) څخه د (ى) په توګه ګټه واخيستل شي، لكه لوى + والى = لويوالى.
د دې يادونو تر څنګ كېداى شي د ځينو لوستونكيو په ذهن كې د دې (ياګانو) نومونه. د كارېدنې ځايونه او بڼې تر ډيره وخته پاتې نه شي. يا دا چې دې (يا) ته څه وايي او يا دې بلې ته څه وايي! كېداى شي د دې ټولې ليكنې چاڼ يوې جملې ته راټول كړو. داسې چې لوستونكى دې دا يوه جمله په ياد كړي او بيا چې په هره كلمه كې كومه (يا) راغلې وي هغه دې په همدې جمله كې د راغليو ياګانو په وزن كې واچوي او په همغه بڼه دې وليكي. دا جمله كېداى شي په دې ډول وي: تل دې وي انسان پالنه په ټوله نړۍ كې، سره يو شئ دا زموږ ارمان دى.
اوس نو كه په هره كلمه كې (يا) راغلي وي. د همدې (ياګانو) په وزن او له همدوى سره د ورته والي له مخې يې بڼې ټاكلى شئ! لكه شيدې، مستې. څرنګه چې په شيدې كې (دې) برخه د (تل دې) سره ورته والى لري. نو بايد چې (ې) وكارول شي. او (شي) له (وي) سره په وزن كې ېو شان ده. نو بايد (ي) وكارول شي. همدارنګه په (مستې) كې (تې) برخه د (دې) په وزن ده بايد چې (ې) وكارول شي. (شړۍ) د (نړۍ) په وزن او (شړئ = مه شړئ) د (شئ) په وزن راځي. سړى د (دې) په وزن دى. نو بايد همدا ډول (يا) وكارول شي.  پای.

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1389/06/03ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري. 


 

 

دپښتو ليکدود په اړوند خاصې لارښودنې:


ليکوال: اروا ښاد صديق الله رښتين


1. د ( مې، دې، پرې، ترې ) اوداسې نورې کلمې چې په پای کې سپک زېر لري، تل په کوچنۍ (ی )) ليکل کيږی. د ( چه) توری هم د وينا له مخې ( چې ) ليکل په کار دی.
2. د ټولو پښتو کلمو سپک پېښ په ( واوګی ) ليکل کيږی. لکه : بوخت، لومړی، کوچنی، پوښتنه.
3. د پښتو( ښ ، ږ ) به په هغو کلمو کې ليکل کيږی، چې هلته په اول کې د ( خ، ش) او په دوهم کې د ( ګ،ژ) غږونه موجود دی، لکه: ( ښځه، پښتو، غاښ، غوږ، ږيره، ږمنځ او نور).
4. په ټولو افعالو کې د مصدري (د) پرځای، راتلونکي ((ږ)) دغسې (ږ)) ليکل کيږي او په (ګ ) يا ( ژ ) يې ليکل غلط دی. لکه: پاڅيږې، ځليږې، دريږې، ودريږه او نور.
5. د تلل او وتل مصدرونو حاليه فعلونه په پښتو ( ځ) ليکل کيږی. لکه: ( ځې، وځې، راځه، پورې وځې، کښې وځې، تير وځې)
6. د پښتو ټول افعال چې د سرينه ( و) په زياتولو جوړيږی، په هغو کې له(٠ و) سره د ( الف) ليکل غلط دی، لکه : وکوت، وليد، وګوره، وخوره. يادونه: د لرې پښتو نخوا ليکوال ( او کوت) ليکي، مګر دا کوم ګرامري اساس نه لري .
7. ټولې مطلقې ماضي ګانې د مفرد مذکر غايب د پاره په موقوف صورت، يعنې بې له (( د،ی، و)) ليکل کيږي. لکه : وکوت، وغورزيد، وچليد. د ( وليدې، وليدو، وليدلو ) شکلونه پرېښودل شوې او ناوړه ګڼل شوی دی.
8. په هغو کلمو کې چې د (( ر، ز، ج) درې واړه تورو غږونه موجود وی، هلته يوازې (( ژ)) ليکل کيږی. لکه: ژمی،ژبه، ژور، ژړا، پېژندل. او (( جمی، زمی ، جړا ، زړا ، جبه ، زبه )) يا دغسې نور ليکل ښه نه دی.
9. په کومو کلمو کې چې د پښتو د (ځ) پر ځای، په پاړسي کې يا د پښتو په کومه بله لهجه کې (( ج)) موجود وي، هلته د پاړسي ((ز)) ليکل سم نه دی، بلکې په پښتو (( ځ)) ليکل په کار دی. لکه: ( ځوان، ځای، ځنګل ، ځار) چې په پاړسي کې د ( جوان، جای، جنګل ) او د پښتو په بله لهجه کې د (( جار)) په صورت ويل کيږی.
10. د ( ځنډ، ځله، ورځ ) او داسې نورې کلمې د پخواني ليک په اساس په ( ځ) ليکل کيږی.
11. په کومو کلمو کې چې د (( څ)) په ځای د ((چه)) لهجه موجوده وي، هلته د (( څ)) ليکل په کار دي او په ((س)) باندې ليکل غلط دی. لکه: (( څوک، څانګه)) ولې چې بنګښ خلک، ورته ( چوک ، چانګه ) وايي، نو (سوک او سانګه ) ليکل سم نه دی.
12. د لرې ماضي ضمير ونه په دې وروسته ډول ليکل په کار دی: (وم،وو، وې، وئ، واست، ؤ، وه، وې ).
13. د (( شول)) د مصدر فعلونه په دی ډول ليکل کيږی: (( وشوم، وشوو، وشوې، وشوئ، وشو، وشول، وشوه، وشوې ).
14. د ( زه، زما ، زمونږ، زموږ) ضميرونه د (( هوز )) په ((ز)) سره ليکل کيږی. که په پښتو (( ځ)) وليکل شی، نو دا مر له فعل (ځه) سره التباس پيدا کوی.
15. د ( لمبه، خمبه، چمبه، تمبل،سمبل ) کلمې په (( م)) ليکل په کار دی او په (ن) باندې (( لنبه،...... تر اخره )) ليکل سم نه دی.

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1389/06/03ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري. 


 

 

د پښتو ځانګړي توري
ادبي فنون - د عبدالروف بېنوا ليکنه


د پښتو د مخصوصو تورو د ډولونو ځای پېژندل اود هغو مراعات کول دي، اکثر ليکونکي د ځ او څ فرق نه کوي همدارنګه د ږ او ژ فرق ته ملتفت نه دي کله د( ز) او( ځ) پر بېلوالي نه قايليږي مګر دا فرقونه خورا ضروري دي که ونه شي معنا غلطيږي مثلا د پښتو د مخصوصو تورو يه ليکلو کې داسې اشتباهات پيښيږي:
ږ:
دا توري دوه تلفظه لري بلکي کله کله پر درو لهجو ويل کيږي (ږ) چې يو رقم د (ژ) ډبل اواز دي چې دا تر غزني پورته خوا لهجه ده، بل( ګي) چې د کابل کښته خوا لهجه ده او دريمه لهجه د(ګ) او( ږ) ترمنځ لهجه ده چې د لوګر شاوخواته ده. نو ليکونکي بايد پخپل ليک کې ددې توري ځای وپيژني او هغه د پارسي په ګ ونه ليکي که نه وي مانا يې تغير مومي بيلګه: لږيدل د کم شدن په مانا او لګيدل د چسپيدن يا د ګرفتن په مانا راځي بايد سره بيل وي،په تلفظ کې څه فرق نه کوي په هره چې وي مګر په ليکلو بايد يو شکل وي.
همدارنګه ځينې زلمي ليکوال د ږ او ژ فرق نه کوي د ږيري پر ځای ژيره ليکي د کوږ په ځای کوژ ليکي چې دا هم يوه لويه غلطي ده.
ښ:
دا توري هم تقريبا دري تلفظه لري چې يو ښ بل خ اويل ددې دوو ترمنځ يوه لهجه ده.
په دې توري کې هم اکثر ليکونکي اشتباه کوي څوک د ادم پر ځای چې عربي کليمه ده ښادام ليکي او څوک بيا ښندل په عوض د نثارکردن په مانا دی خندل چې د خنديدن په مانا دي ليکي. بيلګه: خندل او ښندل ښور او خور ، پوښ او پوخ پښه او پخه او داسي نور.
څوک لا دا توري په شين ليکي او تلفظ کوي مګر دا هم علط دي بيلګه : خندل،ښندل ، شندل درې سره جلا جلا ماناوي لري.
همدارنګه : ښور ، خور، شور ، بېل بېل دي . نو ځکه پر ليکونکي ددې توري د ځای پيژندل او پر خيل ځای استعالول لازم دي.

ځ:
چې تر ( ز) لږ شانته دروند ويل کيږي ددې تورې بايد له ( ز) څخه فرق وشي بعضي ليکونکي يې نه کوي . بيلګه : زما او ځما دواړه په ځ ليکي او دا يې خيال دي چې هر ځای (ز) وي هغه ( ځ ) ليکل کيږي ، مګر دا عقيده غلطه ده ، (ز) خپل ځای لري او (ځ) خپل ځای . بيلګه زه د من په مانا دي ځه امر دي يعني برو يا ځر او زور يا خوړ او زوړ يا نور.....
څ:
دا توري هم اکثر خلک له (س )سره ګډوي او عقيده لري چې (س) او (څ) فرق نه لري نه لري ،مګر دا اشتباه کوي هم په تلفظ او په استعمال کې فرق لري بيلګه: څوک او سوک په يوه مانا نه دي همدارنګه څا او سا ، څر او سر او اوځار او اوسار يوه معنا نه لري

ډ :
دا توري هم چې د انګليسي D اواز لري اکثر ليکونکي د دال سره مشتبه کوي او ځيني چې پر هر ځای دال وويني( ډ) يې ليکي بيلګه : په ډيرو ځايو يا ورځپاڼو کې وينم چې څرګند څرګنډ ليکي او دا غلط دی . په پښتو کې( د) هم شته او( ډ) هم ، او خپل خپل ځايونو لري بيلګه : رډ او رد ، ډم او دم ، ډډ او دد ، ډډه او دده ډېر فرق لري .
ړ:
ددې توري ځای هم بايد د( ر) څخه جلا وپيژنده شي هم په تلفظ او هم په مانا کې فرق لري بيلګه : موړ او مور چاړه او چاره پړ او پر ، خوړ او خور يا نور داسي....
ټ :
دا توري هم د انګليسي T اواز لري له (ت) څخه هم معنآ او لفظآ جلا دي او دواړه په پښتو کې شته بيلګه : پټ او پت ، او پت ، سټ او ست ، کت او کټ ، ټول او تول يا نور داسي....

ڼ:
د پښتو دا نون هم د مشترک او عمومي نون څخه فرق لري او په غنه ويل کيږي او داسي آواز لري لکه( ړ) او( ن) چې سره يوځي ادا شي ددې توري يو خصوصيت دا دې چې هيڅکله د کلمې يه سر کې نه راځي ، او د نون سره هم معنآ او لفظآ فرق لري بيلګه : باڼه او بانه ، کاڼه او کانه ، چڼه او چنه او نور.....


ماخذ
ادبي فنون - د عبدالروف بېنوا ليکنه

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1389/06/03ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري. 


 

 

دپښتو ژبې د معياري ليکنې په اړه څو مهمې پرېکړې
 

په هره ژبه کښې د يو متحد او معياري ليکدود موجوديت ډېر ضروري او لازمي دی ، ځکه چې په هره ژبه کښې ډېر ې زياتې لهجې موجودې وي او که د يوې ژبې هر ليکونکي د ليکنې پروخت خپله معياري لهجه او ليکدود په پام کښې و نيسي او د هرې لهجې ويونکي پخپله سيمه ايزه لهجه ليکنه وکړي، نو په ټولنه کښې د لوستنې او له هغې څخه د مطلوبې پوهېدنې په لړ کښې خامخا ډېرې ستونزې را منيځ ته کيږي.
پښتون اولس چې د جغرافيوي موقعيت له مخې خور ور پروت دی اود طبيعي او سياسي موانعو له امله يې ژبه (( پښتو)) زياتې لهجې لري چې ځينو ژبپو هانو يې د ژبنيو څېړنو په نتيجه کې د لهجو شمېره (٧٠) ښودلې ده. همدغه لهجوي توپير د ليکدود (رسم الخط) يووالي ته ډېر زيان رسولی دی. پښتو پوهانو او عالمانو په ځانګړې توګه په دې وروستيو پنځوسو(50) کلونو کښې د دې نيمګړتيا د لرې کولو او ديو داسی معياري او متحد ليکدود د رامينځته کولو پاره چې ټولو ته يو شان د منلو او پوهېدو وړوی، نه ستړې کېدونکې علمي او عملي هڅې کړي دي.

لومړنۍ پرېکړه ( فيصله )
په 1321 هـ ش کال د جوزا په مياشت کښې ( 1942 ع جون ) د پښتو ټولنې په غوښتنه د افغانستان ( 25 ) تنو ليکوالو او پوهانو په پښتو ټولنه کښې غونډه وکړه او په (31) اختلافي موادو باندې يې له بحث څخه وروسته فيصله وکړه چې دا لاندينې کلمې بايد داسې وليکل شي:

اختلافي صورتونه

فيصله شوی  صورت

اختلافي صورتونه

فيصله شوی  صورت

شونډې – شونډان

شونډې

شته - سته

شته

کښېناست – کښېنوست

کښېناست

شي – سي

شي

ټول خلق.. – ...ټوله خلق

ټول خلق

لږه ډوډۍ – لږ اوبه

لږه ډوډۍ – لږې اوبه

ټولې خبرې- ټوله خبرې

ټولې خبرې

پاته – پاتې

پاته

ښې خبرې – ښه خبرې

ښې خبرې

څه، څخه

څخه

که راغلی وای ،که راغلی وی

که راغلی وای

غږ- ژغ – غګ –غاګ

غږ- ژغ

لويه – لو

لويه

ځنې وايی – ځينې وايی

ځينې وايي

تويه – تو

تويه

له ده ځنې – له ده ځينې

له ده ځنې

مېړونه ،مړونه

مېړونه

چلوونکی – چلونکی

چلوونکی

وليد – وليدو -وليدئ

وليد،وموليد

( وليد) په ټولوماضي ګانو کښې

 

ښونکی – ښوونکی

ښوونکی

ښوونځی – ښونځی

ښوونځی

کښې – کښ – کې، له منځه .دغه يو شـــکل غوره شـــــو

کښې

( پری – په ) په داسې مثالونو کې لکه : احمد سترګی لري مګر لار پرې نه ويني – ﻻ ر په نه ويني ، دلته، ﻻر پرې نه ويني سم دی .

 

 

 

 

اختلافي صورتونه

فيصله شوی صورت

اختلافي صورتونه

فيصله شوی صورت

لُڅ – لوڅ

ُلوڅ

ويل – ويله

ويل

وشو – وسو

وشو

ولاړ – لاړ

ولاړ

شوی – سوی

شوی

وکړ – وکی – وکه

کړ

وکړئ- وکئ

وکړئ

زما- زمونږ- ځما – ځمونږ

زما ، زمونږ

مونږ

موږ، مونږ

زه – ځه

زه

 

 

 

 

يادونه: ورسته بيا د درېيمي غونډې په فيصله کښې لومړۍ فيصله داسې تعديل شوه:
لومړۍ فيصله درېيمه فيصله ( تعديل )

پاته

پاتې

مونږ (مونږ – موږ ) دواړه صورتونه

لڅ

لوڅ

ولاړ. ( ولاړ – لاړ ) دواړه صورتونه و منل شول.

 

 

 

 

دويمه فيصله

 

 

 

په 1327 هـ ش کال د سنبلې په (م ( 1948 ع داګست 30 مه ) په کابل کښې د پښتو ټولنې په غوښتنه د لرې او برې پښتو نخوا (19) تنو پښتنو ليکوالو او پوهانو د پښتو د ليک د ځينو اختلافي موادو په باب داسې فيصله وکړه:

 اختلافي صورتونه

 فيصله شوی صورت

اختلافي صورتونه

فيصله شوی صورت

ڼ – نړ

ڼ

زه ، ته، ده – زۀ، تۀ ، ده

( زه ، ته ، ده ) بې همزې ټولو د غسې مثالونو

آورېدل – اخيستل – اورېدل، اخيستل

اورېدل – اخيستل ( بی مده )

وليد، وګوره ، اوليده ،اوګوره

وليد، وګوره ( بې الفه )

م - د  ، پر  ( زير سره ) ، لاندې، باندې

مې، دې، پرې، لاندې، باندې

لومړی، کوچنی، ګوډ، ګوته ، بوخت

لومړی، کوچنی، ګوډ، ګوته  بو خت

چاپ، ګړۍ – چهاپ ، ګهړۍ

چاپ، ګړۍ

 

 

( ښ )...... دا توری به د (( ش )) او (( خ )) په ځای نه ليکو

 

( ږ ) دا توری به د (( ژ )) او ((ګ)) په ځای نه ليکو

 

(ځ) دا توری به (( تلل )) د مصدر په حال فعل او د غسې نورو افعالو کښې ليکو لکه : ځی ، راځی

ژوند، جوند، زوند

ژوند( په د غسې لغاتو کښې به له (( ژ )) نه کاراخلو

 

ځينې- ځنې

د بعضې په معنا به ( ځينې ) او د ( از ) په معنا به ( ځنې ) ليکو

ويل – وی

ويل ( يوازې په شعر کښې (( وی )) جايزدی )

کښې ، کښ

کښې

 

 

د ماضي بعيد ضميرونه ( وم، وو ، وې ، ؤ ، وه ، و، وې ) يعنې د مفرد غايب لپاره يو ( و ) او د جمع لپاره دوه ( وو ) ليکل کېږی

د شول د مصدر مشتقات شوم- شوو- شوې – شوی –شول –شوه وليدل بايد داسې وليکو: وليد- وکوت – وکړ مګر وتاړه، وواهه بايد په اخره کښی (ه ) ولري.

 

 

 

 

دريمه فيصله
په 1337 هـ ش ( 1958 ع ) کال چې د پښتو ټولنې په بلنه د پېښور، او بلوچستان پښتانه ليکوال او پوهان کابل ته د خپلواکۍ د جشن په ورځو کښې راغلي وو، د سنبلې په پنځمه ( د اګست په 27 مه ) د پښتو ليک په باب مجلسونه او اد بي بحثونه شروع شول. وروسته له څو غونډو او ډېرو څېړنو او بحث څخه د ځينو اختلافي موادو په باب دا ډول فيصله صادره شوه:

 اختلافي صورتونه

 فيصله شوی صورت

اختلافي صورتونه

فيصله شوی صورت

ځمکه-مځکه – زمکه

ځمکه

سيوری-سوری

سيوری

زمری – مزری – ځمری

زمری

اخلم-اخلې-اخم،اخی-الم ، الې

اخلم، اخلې

کښته – ښکته – خکته

کښته

بښل- بښنه =بخښنل= بخښنه

بښل-بښنه

پښه – ښپه – خپه

پښه

ماسپښين-مازپښين-ماپښين

ماسپښتن

کښلی – ښکل ( د ليکلو اوويستلو په معنا )

کښل

کوم-کم

کوم

کښلی ( ښايست په معنا )

ښکلی

اغږل- اخښل –اخل

اغږل

ماسخوتن – ماخوستن

ماسخوتن

نمړۍ-مړۍ-نوړۍ

نمړۍ

ورځ – روځ

ورځ

زوی، زامن = ځوی، ځامن

زوی- زامن

موږی – ميږوی

موږی

زېږېدل- -ځېږېدل

زېږېدل

لوېشت – ولېشت

لوېشت – لوېښت

زغستل – ځغستل

زغستل

ورک – روک

ورک

زلمی – ځلمی

زلمی

خسر – سخر

خسر

سوځل، سېځل = سوزل ، سېزل

سوځل - سېځل

خوسا – سخا

خوسا

خوځېدل – خوزېدل

خوځېدل

سکروټه – سروټکه – سکوروټه

سکروټه

غورځنګ – غور زنګ

غورځنک

ورور- رور

ورور

زغمل – ځغمل

زغمل

وروڼه – روڼه

وروڼه

ژرنده – زرنده – جرنده

ژرنده

ورورولي – رورولي

ورورولي

ژبه – زبه – جبه

ژبه

وروسته – روسته –روستو

وروسته

ژړا – زړا – جړا

ژړا

وروستی – روستی

وروستی

ژوند – زوند – جوند

ژوند

ژمی – زمی – جمی

ژمی

اوبدل – اودل – اوبل

اوبدل - اودل

ژوبل- زوبل –جو بل

ژوبل

نښتل – مښتل

نښتل

خيژي – خېزي – خيجی –خيژی

خيژي

بزرګان، ملکان = بزرګانان – ملکانان

بزرګان - ملکان

ژۍ – زۍ – جه

ژۍ

وزه – بزه –بيزه

 وزه

ژور – زور – جور

ژور

کارغه – قارغه – کارګه

کارغه

نژدې – نزدې – نږدې

نژدې

ڼ – ڼر

ڼ

لمر – نمر – نور – مر – مېر

لمر – نمر

کجير – قجير

کجير

نمسی – لمسی – نوسی.

لمسی – نمسی

ټوکه – پړک – چکړې

ټوکه - پړک

لمونځ – نمونځ – مونځ

لمونځ

ټوقه – پړق – چقړی

چکړې

نمانځنه، لمانځنه – مانځنه

نمانځنه – لمانځنه

زړۀ – زړه

 زړه

پسرلی- سپرلی

پسرلی – سپرلی

تۀ – ته

 ته

ږغ – غږ – ژغ

ږغ – غږ

زۀ – زه – ځه

زه

کنځل – ښکنځل

کنځل – ښکنځل

لوی – لو

لوی

مينځل – وينځل

مينځل – وينځل

دوی-دوئ

 دوی

لامده- لانده

لامده- لانده

هغوی – هغوئ

هغوی

جينۍ – نجلۍ – جلۍ – جيلۍ

جينۍ – نجلۍ

لويديز- لوېديځ – لوئيديز

لوېديز

لمبر – نمبر.

 لمبر

وويل – اووئيل

وويل

نولس – نونس

نونس

يو، اينده ، يؤ-ا ئينده

يو - اينده

وېره – بېره – ايره

وېره     ې   ( مجهول يا )

 

ويبده – بيده – اوده

ويده ...بې ځايه او د معروفۍ ياء په ځای استعمال نه شي

وياله – بياله – واله

وياله

 

 

 

 

 

 

پای.

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1389/06/03ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري. 


 

 

د ليک نښې نښانې


د ليک دود د ښه والي په لړ کښې ځينې اشارې، علامې او نښې نښانې هم شته چې په هر ليکنه کښې د هغو خيال ساتل لازمي او ضروري دي. بې نښو نښانو ليکنه د لوستونکو لپاره ډېرې ګرانۍ پيښوي او ځينو ځايونو کښې ترې سمه معنی هم نه اخيستل کيږي، له دې کبله غواړو چي دغه نښانې په لنډ ډول بيان کړو تر څو چې د ليک دود نيمګړی پاتې نشي.
١.ټکی (.) :
دا نښه د پوره جملې په پای کښې اېښودل کېږي او د جملې تماموالی ښيي.
لکه : له پروت زمري نه ګرځنده ګيدړ ښه دی.
چپه پېښ (،)
دا نښه د يوې لنډې وقفې لپاره پکاريږي. په يوه جمله کښې چې سړی غواړي لږ غوندې ځنډوکړي،نو دغه نښه راوړل کېږي.مګر زياته د کلمو او نيګړو خبرو تر مينځ د عطف لپاره راځي.
لکه : زلمی،توريالی،تورپيکۍ او ګل مکۍ په امتحان کښې بريالي شول.
(،) دې نښې ته ( تړونی ) وايو.
٣.ټکی او چپه پېښ (؛)
دا نښه د زياتې وقفې لپاره پکاريږي، مګر دکلمو تر مينځ نه راځي بلکې د هغو مرکبو جملو په مينځ کښې راوول کېږي چې په معنی کښې يو له بله تړلې وي.
لکه : له هغه علم څخه چې اخلاق ورسره نه وي؛ ناپوهي غوره ده.
دوه ټکي ( : )
دا نښه ديوې د سپړنې او څارنې علامه ده، يعنې د هغې کلمې يا جملې په پای کښې ليکل کېږي چې وروسته ورپسې شرح او تفصيل راځي.
لکه : د ژوندانه دکاميابۍ ستنې دادي : پوهه،روغتيا،روزنه او اخلاق.
بل لکه : په پښتو کښې ډېر لوی شاعران تېر شوي دی لکه : ښکارندوی،ريدی خان ،خوشحال خان او نور.
نوټ : دې نښې ته ( څرګندنی ) هم وايو.
سواليه ( ؟ )
دا نښه د سوال او پوښتنې په وخت کښې راوړل کېږي. يعنې د هر ډول سواليه جملو په پای کښې راځي، دې نښې ته ( تپوسنۍ ) ويلای شو .
لکه : بې عمله علم څه پکار دی ؟
( !)
دا نښه د غږ او ندا په وخت کښې پکاريږې.
لکه : ای زلميه ! دلته راشه !
مګر په اصل کښې د خبر دار او تنبيه نښه ده او په دې و جه د مخاطب امر په اخر کښې هم راځي .
لکه : ورونو ملاوتړئ ! دوطن ناموس وساتئ !
کش (_)
دا نښه د يوې جملې د بېلونې لپاره ليکل کېږي، په سوال او ځواب کښې د هرې جملې په سر کښې راځي او سوال او ځواب سره بېلوي .
لکه : زلمي وويل : تورياليه څه کوې ؟
_ خط ليکم.
چاته ؟
_خپل ورورته
دا به د دوو کلمو د بېلوالي لپاره هم په داسې وخت کښې راځي چي د هري کلمې خپلواکی ، ځانله والی مقصد وی لکه :
صرف_نحو_بديع_بيان
دوه غبرګ کشونه (=)
دا نښه د دوو نومونو يا خيرو د برابرۍ او مساوات ښودلو لپاره راځي .
لکه : ٢+٢=٤ دې نښې ته ( سم سمۍ ) وايو.
دوه کونټی خطونه ( )
دا نښه د خاصو نومونو، د توجه وړ شيانو او په مينځ کښې را لوېدلو جملو د ښودلو لپاره ليکل کېږي.
لکه : زه غواړم سبا ته له زمری سره ( چي زما يو ښه ملګری دی ) د کابل موزيم وګوم. زما ورور (احمد) په ټولګی کښې اول لمبر دی.
دې نښې ته ليندۍ وايو.
دوه غبرګی ليندکۍ (( ))
ددې نښې په مينځ کښې د بل چا خبره ، نظريه يا د يو کتاب عبارت او يا د زاتې توجه وړ نا اشنا کلمه راوړل کېږي .
لکه : سيدجمال الدين وايي : (( هر پرهيزګار عالم چېرې د شريعت په اساس کښې فکر وکړي،نو دا به ورته معلومه شي چې د ژوندانه پوهنې او علمونه له دين سره هيڅ مخالفت نه لري.))
څو ټکی (...)
کله چې يو ليکونکی د يو نوم يا يوې خبرې څرګندول نه غواړوي،نو په ځای يې يو څو ټکی ږدي او ورځنې تېرېږي.
لکه : ماته دپښتو ..... ښه معلوم دی.
درې ستوري ***
دانښې ديوې رسالې يا يوې مقالې د يوې برخې د تمامېدو او د بلې برخې د شروع کيدو په مينځ کښې ليکل کېږي، يعنې يو بحث له بل څخه بېلوي.

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1389/06/03ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري. 


 

 

د ګل آغا احمدي وردك لنډه پيژندنه

نوم مې ګل آغا احمدي وردك دى او په ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى يم چې د ۱۹۶۶ ميلادي كال سره سمون خوري.

لومړنۍ او ابتدايي زده كړې مې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور دوكتور بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ۱۳۵۱ هجري لمريز كال په سيمه كې د ګوربت منځنۍ ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولګي پورې مې خپلې زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي خو د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې زه په آتم ټولګي كې وم د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.

د ۱۳۶۲ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پيښور ته مهاجر او تر دولسم ټولګي پورې مې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال په پيښور كې  د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه مې فراغت حاصل او د وو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردګو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې ګامونه پورته كړو چې په دې لړكې په سيمه كې د ګټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردګو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالي شوو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردګو كې د ګوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توګه يادولى شو.

په ۱۳۷۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۷۳ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانګه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شوم.

په همدې توګه په ۱۳۸۲ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانګه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شوم.

په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته مې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توګه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لرم.

په همدې توګه مې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنګي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم ګډون كړى د چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو.

د ليكنې ډګرته مې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۱ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ   چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې مې د پښتو شعر پنځه ټولګې برابرې كړې چې لومړى ټولګه مې د ارمانجن په نامه په پيښور كې د دانش د خپرونديې موسسې له خوا زما په خپل شخصي لګښت چاپ شوې او زما د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ۱۵ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات  پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي.

 مازديګر

طلايي فرش يې خور كړى غوړېدلى لروبر دى
له چنار څخه را تاو دى ناست په څنډو د ګودر دى

د پامير په غېږ كې ښوري د سپين غر ټټر پرې ښكلى
د ګوربت په اوږو ناڅي غرق د مينې په غومبر دى

په بلبل يې جادو كړى  مست رباب ته دى د څانګو
له سندرو يې خور شوى يو څپانده خوږ شرر دى

خړه زركه بدل بولي د سندرو په محل كې
مچوي د نسيم  كرښې غوړولى يي وزر دى

برګ دسمال يې دى په غاړه كړي چكچكې په سرو شونډو
سره لالونه په ګډا دي د ملي اتڼ لمبر دى

د شمال څپه پرې راشي بار د عطرو ځنې واخلي
د فضا مخ يې وينځلى شين آسمان پرې بختور دى

دا كمال د لمر د وړانګو بيا راوړى پسرلي دى
احمدي ګوره په بڼ كې د ښكلاوو مازديګر دى

يكشنبه: ۱۰/۶/ ۱۳۸۱ هـ. ل .

 

 

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1389/06/03ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري. 


 

 

غزل

ټينګه په وعده نه شوې دا څه چل دی
کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی

ډېره کستاخي مې نظر اوکړله!
ماته ولې سره نه شوې دا څه چل دی

ته مې مخ روڼی د ماښامونو يې
سوزې خو ډيوه نه شوې دا څه چل دی

تا خو د وختونو پروا نه کړله
لاړې راستنه نه شوې دا څه چل دی

ټنډه د حمزه وې د قسمت غوټه
مړ شو ته خوره نه شوې دا څه چل دی

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1389/06/03ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري.  | 


 

 

غزل
 

کعبه ساتي په زړه کې هم منات ساتي په زړه کې
دا خلګ خو اوس څو رنګه حالات ساتي په زړه کې

دا سترګې مو کږې ورپسې ستورو غوندې نه شي
هر څوک چې دلته لمر غوندي عادات ساتي په زړه کې

پړوني که يې نوي شي په سر زموږ د پېغلو
غمي د ړنو اوښکو به لا مات ساتي په زړه کې

خاونده غليم چا په دې خبر کړو چې دا خلګ
نه چا پسې حساب کړې نه کسات ساتي په زړه کې

تر عمره مې تقدير نه شې د څو شېبو تصويره
کوچۍ دي له پخوا نه دومره زيات ساتي په زړه کې

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1389/06/03ساعت 11 AM  توسط مطیع الله نادري.  |